Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: اسلامي امارت باید د امربالمعروف نوی قانون بېرته  لغوه کړي

ملګري ملتونه: اسلامي امارت باید د امربالمعروف نوی قانون بېرته  لغوه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

د اسلامي امارت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نوي توشېح شوي قانون ته لا هم په نړیواله کچه غبرګونونه را روان دي.

په تازه غبرګون کې ملګرو ملتونو له اسلامي امارت غوښتي، چې دغه قانون دې ژر تر ژره لغو اعلان کړي.

د یاد سازمان د بشري حقونو ستره شورا وایي، د اسلامي امارت نوي قانون پر ښځو، ځوانانو او رسنیو ګڼ محدودیتونه لګولي او دغه کار په نړیواله کچه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې شورا ویاندې روینا شمداساني ویلي: « موږ له طالبانو غواړو، چې امر باالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون ژر تر ژره لغوه کړي. په ‌دې قانون کې طالبانو پر ښځو، ځوانانو او رسنیو ګڼ شمېر داسې محدودیتونه لګولي، چې له ‌مخې يې د هغوی لومړني حقونه تر پښو لاندې شوي دي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي وایي، که اسلامي امارت پر ځینو مسایلو له سره غور ونه ‌کړي، ښایي له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې نورې هم خړې شي.

دوی له اسلامي  امارت غواړي، چې له نړیوالې ټولنې سره د سیاسي تعامل لپاره نرم چلن غوره کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « دا قانون افغانستان نور هم انزوا ته وړي او له امله یې ټوله نړۍ د افغانستان پر وړاندې درېږي. څوک چې دا لوبې کوي باید مخه یې ونیول شي. موږ هم مسلمانان یو او له ماشومتوب څخه د معروف او منکر درس راکړل شوی.»

بله خوا د اسلامي امارت چارواکي د نړیوالو غوښتنو او غبرګونونو ته په ځواب کې وایي، دا هېڅ امکان نه ‌لري، چې د اسلامي امارت له خوا توشېح شوی قانون لغو یا وځنډول شي.

دوی زیاتوي، افغانانو د شریعت قانون لپاره نږدې ۴۰ کاله قرباني ورکړې او نړیوال یې باید احترام وکړي.

د امربالمعروف او نهې عن‌ المنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو رییس راز محمد حامد وايي: « دا له قرآن او حدیث څخه را ایستل شوی شرعي قانون دی؛ د لغوه کېدو او د افغانستان د خلکو له خوا د منفي غبرګون هېڅ تصور نه شي کېدای. افغانانو د دې قانون د تنفیذ لپاره قرباني ورکړې. له نړیوالو او ملګرو ملتونو غوښتنه کوو، چې د مسلمانانو قوانینو ته احترام ولري او د لغو ه کېدو غوښتنه یې ونه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې اروپایي ټولنې هم خبرداری ورکړی، چې د امرباالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت نوی قانون به د نړیوالو له ‌خوا د افغانستان د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنه نوره هم سخته او له ځنډ سره مخ کړي.

اروپايي ټولنه په دې باور ده، چې دغه نوی قانون به افغانان له ډېرو لومړنیو حقونو بې‌ برخې او د افغان ښځو غږ به لا غلی کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist