Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو کې د چین استازی: د افغانستان له اوسني حکومت سره باید خبرې وشي

ملګرو ملتونو کې د چین استازی: د افغانستان له اوسني حکومت سره باید خبرې وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/25

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې ورځې ماښامنۍ ناسته کې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه د هېوادونو استازو بیا هم د افغان نجونو او ښځو په حقونو، تروریستي خطرونو، سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې پر اړیکو او اقتصادي مسایلو بحثونه او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د امریکا استازې ویلي، له افغانستان سره د دې هېواد سیاست د بیا کتنې په حال کې دی او د امریکایي وګړو ساتنه د دوی په لومړیتوبونو کې ځای لري.

هغې په دې اړه ویلي:« پایلو ته د لاسرسي نه شتوالي ته په کتو، د افغانستان په تړاو د امریکا سیاست د بیا کتنې په حال کې دی. نوي حکومت لپاره زموږ د خلکو ساتنه، د تروریستي خطرونو او د ټولو نیول شویو امریکايي وګړو د آزادۍ تضمین، زموږ د اصلي لومړیتوبونو څخه دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان حکومت خپل عمل وښیي.»

په ورته وخت کې د چین استازي له سرپرست حکومت سره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او د یو اړخیزو بندیزونو لرې کولو غوښتنه یې کړې.

د چین استازي زیاته کړې:« چین غواړي له سرپرست حکومت سره د خبرو بهیر وساتل شي. د یوناما د موزاییکي ماډل یوناما او د دوحې غونډو ملاتړ سره، شورا باید د ۱۹۸۸ بندیزونه په موقع سره تعدیل کړي. هېوادونه باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ورکړي او یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسوي.»

روسیه هم د افغان ولس ملاتړ ته ژمنه پاتې شوې او ویلي یې دي چې بشري ملاتړ باید له سیاسي فشارونو خوندي وي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي: « د روسیې فډراسیون د افغان ولس د دوامداره او غیرسیاسي ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي. هر ډول فشار یا زورواکي بې ‌ګټې ده.»

د یو شمېر نورو هېوادونو لکه بریټانیا او فرانسې استازو هم د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

په همدې حال کې  د سیاسي چارو کارپوهان وایي، دا غونډه او د هېوادونو اعلامیې د افغانستان د رسمي استازي او سرپرست حکومت د استازي د نه شتون له امله، بې ‌پایلې دي.

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « ملګري ملتونه یا د دې سازمان امنیت شورا که یوه داسې اجنډا وړاندې نه کړي چې عملي اړخ ولري، یا دا چې د طالبانو استازي ته ګډون ور نه کړي، ترڅو د دوی پرېکړې تایید یا رد کړي، یا هم دا چې د افغانستان د خلکو واقعي استازی د خلکو له منځه انتخاب کړي، ترڅو هغه حضور ولري؛ له دې پرته د دوی هېڅ ډول پرېکړې اعتبار نه لري.»

ځینې نور بیا باور لري ترهغې چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت ونه پېژني او د دې هېواد استازی په رسمي ډول دایمي څوکۍ ته ونه‌ ټاکل شي، روانې ستونزې به پر خپل حال پاتې وي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان اوسنی وضعیت، امنیتي مسایل، د نړیوالې ټولنې مرستې، د افغان نجونو د حقونو ستونزه او نور مسایل به تر بحث لاندې ونیول شي، همدارنګه د افغانستان د خلکو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو جذبول به هم یو له مسایلو وي، خو تر ټولو مهمه موضوع به د افغانستان د ښځو د حقونو موضوع وي چې بحثونه به پرې وشي. د یوناما مشره مېرمن اتونبایوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو رییسه به خبرې ولري. البته چې د دوی پرېکړې او غوښتنې به بیا هم د سرپرست حکومت له خوا رد شي؛ ځکه دا ناسته د طالبانو د استازي له ګډون پرته جوړېږي، علت یې دا دی چې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون د کوم هېواد له خوا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی. زه هیله لرم په افغانستان کې د اغېزناک او انتخابي حکومت د جوړېدو لپاره شرایط برابر شي، ترڅو راتلونکو ناستو کې د افغانستان د حکومت استازي ته هم بلنه ورکړل شي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستیو کالو کې د افغانستان د وضعیت په اړه ګڼې ناستې کړې دي.

د ۲۰۲۵ د جون ۲۳مه غونډه هم د همدې لړۍ یوه برخه وه چې په کې بشري وضعیت، د ښځو حقونو مسایلو سربیره له نړۍ سره د افغانستان پر تعاملاتو بحثونه ترسره شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist