Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو او نړۍوالو قوانينو څارلو لپاره د يوه ميکانېزم جوړولو هڅې پيل کړې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو او نړۍوالو قوانينو څارلو لپاره د يوه ميکانېزم جوړولو هڅې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو د نقض مخنیوي لپاره پر یوه نوي میکانیزم کار کوي.

ټاکل شوې دوشنبه د افغانستان پر وخت ماښام دغه شورا په افغانستان کې د هغو موندنو په اړه څېړنه وکړي، چې دغه شورا يې له نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي.

فرانس پرېس خبري اژانس د اروپایي ټولنې له قوله ويلي، چې ډنمارک يو پرېکړه‌ليک او طرحه چمتوو کړې او د اروپایي ټولنې په استازیتوب پر مخ وړل کېږي. د همدې راپور له مخې، د ياد پرېکړه‌ليک چارې به د جینوا مېشته شورا وڅېړي.

اروپایي ټولنه وايي: «موږ سږ کال له پراخو او ډېرو بحثونو او مشورو وروسته پرېکړه وکړه، چې یو ښه پرېکړه‌لیک وړاندې کړو، څو د عدالت یا د حساب ورکولو یو ځواکمن اړخ پکې رامنځ ته شي. موږ د افغانستان لپاره یوه خپلواکه څېړنیزه کمیټه وړانديز کړې، چې هغه به په دغه هېواد کې کلونه وړاندې معافیت او بې حسابۍ ستونزې وڅېړي.»

د دغه پرېکړه‌لیک په مسوده کې، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اشارې شوې وایي، په دغه هېواد کې باید یوه پراخه څېړنه وشي، څو د نړۍوالو جرمونو او نړۍوالو قوانینو تر ټولو جدي سرغړونو موارد راټول شي.

اروپايي ټولنه وايي، د دې څېړنې یوه اساسي دنده به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث هم وي.

دغه ټولنه زیاتوي: «موږ به د خپلو کارونو او څېړنو په لړ کې د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د سرغړونو او تاوتریخوالي پېښې هم په پام کې ونیسو. زموږ خپلواکه کمېټه به د قضایي پروسو د اسانتیا لپاره د دوسیو برابرولو دنده هم ولري. دغه میکانېزم به وکولای شي د قربانیانو شاهدۍ او کیسې له ځان سره وساتي.»

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا په ناسته کې به د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي راپورټر د دندې مودې پر غځولو هم بحث کېږي، چې ښايي یو کال نور هم په خپله دنده پاتې شي.

د چارو څارونکي بیا وایي، اروپایي ټولنه هڅه کوي، چې په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړي ډول ښځې او نجونې خپلو حقونو ته لاس‌رسی ولري. د دوی په خبره، د افغانستان او نړۍوالې ټولنې د تعامل لپاره اړتیا ده، چې دواړه غاړې له یو او بل سره ګډه ژبه پيدا او ستونزې حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال بیا وايي: « ښه خبره به دا وي چې د ملګرو ملتونو یا د بېلابېلو سازمانونو له افغانستان وېره درلوده، باید یوې پایلې ته ورسیږي، هغه ستونزې چې افغانستان یې لرې د هغې د حل یوازینۍ لاره داده، چې له ملګرو ملتونو سره یوه ګډه ژبه پیدا کړي. »

د چارو څارونکي بیا وایي، اروپایي ټولنه هڅه کوي چې په افغانستان کې له بشري حقونو سیاسي ګټه پورته کړي. په خبره یې، دلته دومره هم وضعیت ناوړه نه‌دی، څومره چې نړۍوال لمن ورته وهي.

د چارو یو بل شنونکی اسماعیل ځدراڼ بیا وايي: « اروپايي هېوادونه په ځانګړې توګه ډينمارک د بشر حقونو څخه سیاسي ګټه اخلي. په افغانستان کې شرعي نظام قایم دی، د ټولو افغانانو حقوق پکې خوندي ساتل شوي او موږ داسې څه نه ګورو چې د چا حق دې تر پښو لاندې شوی وي. »

واک ته د اوسني حکومت له رسېدو وروسته په پرلپسې ډول د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له خوا نیوکې کېږي، چې په افغانستان کې بشري حقونه او نړۍوال قوانین تر پښو لاندې شوې دي، خو حکومتي لوړپوړو چارواکو تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist