Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/18

کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم خونړي برید ته نړیوال غبرګونونه تر ډېره د جګړې بندولو، له زغم څخه کار اخستلو او په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو په اندېښنو ښودلو ورټول دي.

د پاکستان پوځي رژیم له خوا دا برید وړمه شپه کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون ترسره شو چې په کې د چارواکو په وینا، له ۴۰۰ زیات ناروغان شهیدان او له ۲۵۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د بشري حقوقو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېت وايي، هغو راپورونو ناهیلی کړی چې په کې د بریدونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه شوې.

ریچارډ بېنېت زیاته کړې: « د هوايي برید او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونو مأیوسه کړی یم. ټولو ښکېلو اړخونو څخه غواړم چې له زیات زغم څخه کار واخلي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره نړیوال قوانین په پام کې وساتي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما هم په خپلو تحقیقاتو کې د ملکي وګړو زیاته مرګ ژوبله تایید کړې ده.»

د ریچارډ بېنېت له خوا دا غبرګون داسې مهال ښودل شوی چې له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو نړیوال بنسټ بیا دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او په دې اړه یې د خپلواکو نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.

دغو دوو نړیوالو ادارو هم د روانې جګړې د بندولو او د شته ستونزو پر سوله ییز حل ټینګار کړی.

بله خوا، د هند بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل غبرګون کې د پاکستان پوځي رژیم له خوا برید بزدلانه بللی او وايي، دا برید د افغانستان ملي حاکمیت خلاف عمل دی او ټوله سیمه له جدي امنیتي ننګونو سره مخامخ کوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « دا د تاوتریخوالي یو بزدلانه اقدام و چې د زیات شمېر ملکي خلکو ژوند یې په یوه داسې یوه محوطه کې واخست چې په هېڅ صورت پوځي هدف نه شي بلل کېدای. پاکستان اوس هڅه کوي چې دا قتل عام وپوښي او د پوځي عملیاتو نوم ورکړي.»

د هند بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، پاکستان بیا هم په پرله پسې توګه هڅه کوي چې په کور دننه خپلو ناکامیو ته بهرنی رنګ ورکړي او په همدې موخه له خپلو پولو بهر نا معقوله اقدامات کوي.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د دې برید په تړاو غبرګونونه لا را روان دي، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان بریدونه وحشیانه بللي او غندلي دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان دا بربریت په سختو ټکو وغندي.

خلیلزاد زیاته کړې: « د افغان ملکي وګړو دا قتل عام د پاکستان پوځي رژیم له خوا په کابل د وحشیانه بمبارۍ نتیجه ده. افغانان په اګاهانه توګه په غوسه دي او افغان حکومت هم ویلي چې له پاکستان سره د خبرو او مفاهمت وخت نور تېر شوی. داسې ښکاري چې افغان حکومت به اوس دې برید ته د ځواب ویلو او د جګړې پراخېدو په اړه خپل امکانات ارزوي.»

خلیلزاد دغه راز ویلي، هیله لري چې افغان حکومت به د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو اقداماتو په بدل کې خپله تګلاره په حکمت او تدبیر سره و ارزوي.

دا لومړې ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم په افغانستان کې ملکي وګړي، استوګنیز کورونه او نور عامه تاسیسات په نښه کوي او هر ځل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ او د سیمې هېوادونه د دواړو لورو ترمنځ د شته ستونزو د سوله ییز حل سپارښتنه کوي، خو اسلامي امارت ویلي چې له پاکستان سره د خبرو او تفاهم وخت نور تېر شوی او د برید ځواب به په برید ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist