Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: د تېر پرتله مو ژوند ستونزمن شوی

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/29

له کله چې پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستلو ضرب الاجل ټاکلی، اندېښنې دا دي چې د ژمي موسم په را رسېدو سره ښايي دغه کډوال له بېلابېلو اقتصادي او روغتیایي ستونزو سره مخ شي.

د ملګرونو ملتونو بشري حقونو سترۍ کمېشنرۍ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د بشري حقونو د نقض مخنیوي لپاره مخکې له دې چې ناوخته شي، د افغان کډوالو په زوره اېستل ودروي.

یادې کمېشنرۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ناقانونه کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان دغه پرېکړه به شاوخوا ۱.۴میلیونه افغان کډوال سخت زیانمن کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په پاکستان کې له دوو میلیونو زیات بې اسناده افغانان ژوند کوي، چې لږ تر لږه ۶۰۰زره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستان وتلي دي. موږ د پاکستان له دې پرېکړې ډېر اندېښمن یو چې پلان لري څو د نومبر له لومړۍ وروسته له خپل هېواد بهرني ناقانونه اتباع باسي. دا اقدام به په غیرمتناسب ډول له ۱.۴ میلیونه ډېر بې اسناده افغانان اغېزمن کړي، چې دا مهال په پاکستان کې اوسي.»

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي:« زموږ د اسلامي امارت مشرانو ته څه په کار دي؟ د اوس لپاره دا په کار ده چې د کډوالو لپاره یو ښه پلان ولري، یوه ښه طرحه ولري.»

په همدې حال کې د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده‌کړو په برخه کې فعالې ملالې یوسفزۍ هم د کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان پر پرېکړې نېوکه کړې او له دې هېواده يې غوښتي، چې پر خپله پالېسۍ له سره غور وکړي.

یوسفزۍ زیاته کړې:« افغان کډوال، ماشومان، ښځې، او نارینه له طالبانو څخه تښتېدلي. د ملاتړ او درناوي مستحق دي، نه د نورو خنډونو او ځورونو. زه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غږ بدرګه کوم او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوم، چې د ډله‌ییز اخراج په خپله ګړندۍ پالېسۍ له سره غور وکړي.»

 د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې پاکستان ډېری وخت له افغان حکومت سره د سیاسي ستونزو ښکار په یاد هېواد کې مېشت افغان کډوال کړي.

د دوی په خبره د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو په خبرپاڼو او خواخوږۍ ستونزه نه حل کېږي او باید پر پاکستان فشار راوړي؛ څو له افغان کډوالو سره له بد چلن لاس په سر شي.

د نړیوال اړیکو کارپوه واحد فقري وايي:« موږ نه شو کولی چې له نورو د دې غوښتنه وکړو چې د افغانانو لپاره د ژوند شرایط برابر کړي. موږ باید پر خپل حکومت باندې غږ وکړو چې د خپلو خلکو لپاره، د کډوالو لپاره دننه په افغانستان کې یو نسبي باعزته ژوند زمېنه برابره کړي.»

له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره د ځای او د ژمي را رسېدو په تړاو مو د راتلونکي پلان لپاره د کډوالو چارو وزارت له ویاند عبدالمطلب حقاني سره په ځلونو اړیکه وکړه خو د راپور تر خپرېدو یې خپل نظر له موږ سره شریک نه‌کړ.

خو وړمه ورځ د اسلامي امارت مشر په یوه فرمان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه یو عالي کمیسیون جوړ کړی چې مسوولیت یې د کډوالو تشخیص، لېږد، هغوی ته لومړي روغتیایي خدماتو او د لنډ مهاله پنډغالو جوړول دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist