Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو د مخکېني حکومت بهرنیو چارو وزیر غوښتنه رد کړه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/17

په ملګروملتونو کې د افغانستان اوسنی استازی نصیر احمد فایق وايي، ملګرو ملتونو د مخکېني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له لوري معرفي شوی استازی رد کړی دی.

فایق وايي،دا یوه توطئه وه او د دغه سازمان د مشرانو له لوري ناکامه شوه.

فایق زیاته کړه:« تاسې ته خبر درکوم،چې د حق، عدالت او د فساد پر ضد د مبارزې پر وړاندې چې کومې توطئې پیل شوې وې او غوښتل کیدل،چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په رهبرۍ کې بدلون راوړي، هغه هڅې خنثی شوې.» 

اخوا د سیاسي چارو شنوونکي په دې اند دي،چې اوس مهال د افغانستان هېڅ ډول استازولي د ملګروملتونو لپاره اړینه نه ده،ځکه افغان حکومت د نړیوالو لپاره رسمیت نه لري.

 د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« په جینوا او نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانستان سفارتونه داسې دي،چې ملګري ملتونه ورته دې شپو ورځو کې غوږ نه  ږدي او نه یې خبره اړینه ګڼي،ځکه پوهیږي،چې هغوی اوس له هېواده جلا شوي دي. اوس یوناما له افغانستان سره اړیکې لري او کله چې حکومت په رسمیت وپیژندل شو،بیا استازولي ګټه لري.» 

یو شمېر نور بیا وايي، اوس که اسلامي امارات غواړي، په دغه سازمان کې یې دایمي استازی ومنل شي نو اړینه دا ده،چې هغوی لومړی کورنی مشروعیت او بیا بهرنی رسمیت تر لاسه کړي او څومره چې ژر کیږي دا کار وکړي.

 د سیاسي چارو شنونکی  زر علي معروف  وايي:« تر هرڅه دمخه باید موجوده نظام د دې هڅه وکړي،چې په عاجل ډول کورنی مشروعیت ترلاسه او په تعقیب یې پر نړیواله کچه پر رسمیت وپیژندل شي، ترڅو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ حکومت ته وسپارل شي.» 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي په یوه درې اړخیزه ستونزه بدله شوې،ځکه ملګري ملتونه د تیر حکومت او اوسني حکومت استازي نه مني او اوس چې هلته کوم استازی دی،هغه هم په رسمیت نه پیژندلو په خاطر جدي نه ګڼل کېږي. 

خبریال:  سیال یوسفي

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist