Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/09

پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم پرله‌پسې تېریو نه یوازې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي بلکې ورسره جوښت یې سیمه‌ییز ثبات ته هم خطرونه زیات کړي او سوداګري یې په پراخه کچه زیانمنه کړې ده.

دغه کړکېچونه او له افغانستان سره د پاکستان پوځي رژیم د مبهمې پالیسۍ دوام هغه پوښتنې دي چې لاهم بې ځوابه پاتې دي.

د ‏ ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر له امریکایي ټلويزيون «سکای نیوز» سره په مرکه کې  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو او کړکېچونو د ژر تر ژره  حل غوښتنه کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان، پاکستان او ایران درې‌اړخیز جوړښت، د دوحې بهیر او د افغان کډوالو لپاره د سویس په منځګړیتوب سټراټیژیکه حل‌لار، هغه مېکانېزمونه دي چې پر عملي کېدو سره یې موجوده ستونزې هوارېدلی شي.

برهام صالح ویلي: « دا باید د اندېښنې وړ وي. کېدای شي د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره دا یوه  مهمه موضوع ښکاره نه شي، خو راځئ چې تاریخ ته بېرته وروګرځو. له همدې امله هیله لرم چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وشي او د روانو کړکېچونو او تاوتریخوالو مخنیوی وشي. رښتیا دا ده چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د کډوالو د مسایلو په تړاو خبرو لپاره یو درې اړخیز  جوړښت هم موجود دی.»

برهام صالح دغه راز خبرداری ورکړی چې که شته کړکېچونو ته حل لارې و نه موندل شي، ښایي افراطي او وسله‌والې ډلې  له روان وضعیت ګټه واخلي او سیمه ییز ټیکاو وننګوي.

له دې سره سم، د پښتونخوا  ملي عوامي ګوند  مشر، محمود خان اڅکزي بیا د پاکستان او خیبرپښتونخوا له عامو ولسونو غوښتي چې د افغانستان تابعیت په اخستلو سره هغه جبري اصول مات کړی چې د نړیوالو حقوقو او قوانینو سره  په ښکاره ټکر کې دي.

اڅکزي زیاته کړې: « د افغانستان تذکره واخلئ. نن پنځه میلیونه پاکستانیان دوه‌ګوني تابعیتونه لري؛ په هغوی کې جنرالان هم شته، غریبان هم او شتمن هم. کاناډا-پاکستان، امریکا-پاکستان، جرمني-پاکستان، ترکیه-پاکستان او ایټالیا-پاکستان. نو که یو پنجابی کابل ته ولاړ شي او هلته کور جوړ کړي، یا یو پښتون پنجاب ته ولاړ شي، په دې کې څه بده خبره ده؟ لاړ شئ، په خیر ولاړ شئ، دا کومه بده خبره نه ده.»

خو شنونکي بیا په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژیم له لسیزو راهیسې د لوېدیځ د ګټو خوندیتوب په موخه په افغانستان کې له ناکراریو ملاتړ کړی. د دوی په خبره، دې رژیم  هېڅکله د یوه هېواد په توګه د تعامل لپاره خپلواک دریځ نه دی څرګند کړی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « افغانستان تل د پاکستان د جنایت کاره سیاسي موخو قرباني شوی، په دوی باندې باور کول لویه تاریخي تېروتنه ده.»

د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ  ترینګلتیاوې داسې مهال ژورې شوې دي چې پاکستاني رژیم تېره اوونۍ په پکتيا، پکتيکا او کونړ کې د عامو خلکو کورونه بمبار کړل او لسګونه کسانو ته یې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، مرګ ژوبله واړوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist