Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

ملګرو ملتونو د اسلامي امارت پر څلورو مهمو چارواکو د حج ادا کولو لپاره د سفر بندیز لرې کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/08

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبر ورکړی چې د جون پر پنځمه یې د بندیزونو کمېټې د ۱۹۸۸ معافیت پرېکړه‌لیک له مخې، د اسلامي امارت د څلورو مهمو چارواکو لپاره د سفر بنديز د لنډ وخت لپاره، چې د حج ادا کول په کې مطرح شوي معاف کړی دی.

د دغه پرېکړه‌لیک له مخې، د کورنیو چارو پر سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د ریاست الوزرا پر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو پر عمومي رئيس عبدالحق وثیق او د ارشاد، حج او اوقافو پر سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د حج ادا کولو لپاره د سفر بندیز معاف شوی دی.

ملګري ملتونه وايي: « د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د جون پر ۵مه د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د معافیت د ۱۹۸۸ شمېرې پرېکړه‌لیک له مخې، چې په ۲۰۱۱ کال رامنځته شوی، سراج الدین حقاني، عبدالحق وثیق، عبدالکبیر او نور محمد ثاقب ته د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د سفر بندیز معاف شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د معافیت یاد پرېکړه‌لیک ته د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

له دې سره  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ملګرو ملتونو یاده پرېکړه ستايي  او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل لپاره مخامخ خبرو او د بندیزو معافیت ته لومړیتوب ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « ټولو سیاسي ستونزو ته د خبرواترو له لارې د حللار پیدا کېږي، دا چې د سرپرست حکومت د څلورو چارواکو نومونه په لنډمهاله توګه د بندیزونو له لېسته وتلي؛ یو مثبت ګام دی، هیله من یو چې داسې تعاملات ترسره شي چې له مخې یې افغانستان خپل سیاسي او اقتصادي ثبات ترلاسه کړي او د سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره لارې چارې پیدا شي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « هیله من یو چې دا تعاملات او اړیکې پراخه شي او د اوسني سرپرست حکومت چارواکي د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه افغانستان د خلکو مشروع غوښتنو ومني، د لا زیاتو تعاملاتو او اړیکو د پراختیا لپاره لار هواره او د نړیوالې ټولنې لازیات باور ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره سه‌شنبه د غبرګولي پر ۱۵مه د یوه پلاوي پر مشرۍ چې د سرپرست حکومت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوله، په خپل لومړني بهرني سفر کې متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist