Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/29

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دې وزارت مرستیال په کابل کې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ټیکاو او دوامداره پرمختګ پر ملاتړ خبرې کړې.

خبرپاڼه کاږي، يادو اړخونو د قزاقستان، یوناما او له جرمونو او نشه ‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې(یو.اېن.او.ډي.سي) ترمنځ د همکاریو په اړه هم خبرې شوې، ترڅو د افغانستان ټيکاو او دوامدار پرمختګ د روغتیا، پوهنې، بنسټیزو چارو او کاري فرصتونو په برخو کې د ملاتړ له لارې پیاوړی شي.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: « دواړو لوریو د افغانستان د روغتیا، پوهنې، زیربناوو او کارموندنې په برخو کې د ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره د قزاقستان، یوناما او یو.اېن.او.ډي.سي ترمنځ د پراخې همکارۍ پر اړوند مسایلو بحث وکړ او همدارنګه په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ‌ییز مرکز پرانیستلو په چوکاټ کې د ګډو احتمالي پروژو پر امکاناتو هم خبرې وشوې. ټاکل شوې چې قزاقستان له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ په دوام خوراکي توکي، اړین مواد، درمل او د ښوونې او روزنې له پروژو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.»

بل پلو چارواکي وایي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې او بزګرانو ته د بدیل کښت برابرولو په اړه د ډاډ ترڅنګ زياتوي چې په هېواد کې د نشه ‌یي توکو کښت او توليد صفر ته رسېدلی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وايي: « هم د افغان ملت او هم د نړیوالې ټولنې لپاره یو لوی مصیبت و، خو اسلامي امارت د پرېکنده مبارزې له لارې وکولی شول د نشه يي توکو کښت، قاچاق او استعمال صفر ته ښکته کړي. هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتا د ځمکې پر یوه کوچنۍ ټوټه هم تریاک وکري.»

د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د نشه یي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایي، خو نيوکه کوي چې بزګرانو ته د بدیل معیشت په برابرولو کې پاتې راغلی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په برخه کې د حکومت لاسنيوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د نړۍ هېوادونو د افغانستان په اړه هېڅ ډول مسوولیت نه دی اداء کړی او دا چې اوس راځي او د مخدره موادو په اړه خبرې کوي، باید دوی ته اجازه ورنه کړل شي؛ ځکه چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کالو کې د مخدره موادو له منځه وړلو په اړه ډېر جدي مبارزه وکړه او مخدره مواد یې صفر ته ورسول.»

اوس پوښتنه دا ده چې په هېواد کې له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو همکاري څومره ګټوره ده؟

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« د مخدره موادو کښت، استعمال او قاچاق یو نړیوال ګواښ دی او نړیوالې پدیدې راپاروي. د دې پدیدې د مخنیوي لپاره باید د افغانستان ګاونډیان، سیمه او نړۍ ټول پر ګډه کار وکړي او د هغو امکاناتو لپاره کمپاین وشي چې په داخل او خارج کې په لاره اچول کېږي. همدارنګه باید د افغان کروندګرو لاسنیوی وشي، ترڅو د کوکنارو کښت ته مخه نه کړي.»

د کړکېچ نړیوالې ډلې موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، خو برعکس يې د ۷ میلیونو تنو له هغې ډلې د ښځو او بېوزله کاګرانو ژوند اغېزمن شوی بللی.

تازه د کورنیو چارو وزارت د نشه ‌يي توکو پر ضد د مبارزې معين هم د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له رییس سره لیدلي او ويلي يې دي چې د کوکنارو کرکیلې او نشه ‌يي توکو د قاچاق له منع کېدو وروسته، افغان کروندګر بدیل کښت ته اړتیا لري او برابرول يې د بېوزلۍ په له‌ منځه وړلو کې مهم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist