Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته: ګډونوالو افغانستان کې د ټول شموله حکومت پرجوړېدو ټېنګار وکړ 

admin by admin
2021/08/18

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې ځانګړې ناسته کې ټولو ۱۵ غړو په یوه خوله په افغانستان کې د یوه ټول شموله او متحد حکومت غوښتنه وکړه.

دوی په  افغانستان کې د ښځو حقونو په خوندیتوب ټینګار وکړ او د داسې حکومت جوړېدو غوښټنه یې وکړه، چې ټول اقشار او مېشت قومونه په‌کې خپل ځان وویني.

 د ملګرو ملتونه عمومي منشي انټونیو  ګوترس ویلي، نړۍ باید پرینږدي چې افغانستان د ترهګرو خوندي مرکز شي.

ګوترس زیاته کړه:«زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم،چې اجازه ورنه کړي،افغانستان بیا د ترهګرو خوندي مرکز شي. له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې غواړم،چې په افغانستان کې نړیواله ترهګري وځپي او اساسي خدماتو ته زمینه برابره کړي»

ګوترس همداراز ویلي، په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او له طالبانو یې غوښتي،چې د بشري مرستو رسولو مخه دې نه ډب کوي.

 هغه زیاتوي:«ملګري ملتونه ژمن دي، د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي او موږ په خپلو هغو ادارو کې هم خپل کارکوونکي ساتو،چې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي. زموږ ادارې په دغو سیموکې خوندي ساتل شوي او زه له طالبانو غواړم،چې زموږ د ادارو خوندي ساتلو ته دوام ورکړي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي بیا د روانې کشالې حل لپاره د انتقالي حکومت وړاندیز کړی او له نړیوالو یې غوښتي چې په زور واک ته رسیدلی حکومت دې په رسمیت نه پیژني.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحق زی وايي:« له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غواړم،هغه حکومت په رسمیت ونه پیژني.چې په زور واک ته رسیږي او د ټولنې ټول قشرونه او ښځې په کې ګډون ونه لري. ملګري ملتونه او امنیت شورا باید خپله ژمنه عملي کړي او د طالبانو امارت په رسمیت و نه پیژني.»

په یاده ناسته کې د پاکستان استازي ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه، خو د چین او روسیې استازي خوشبین ښکارېدل او و ویلي یې دي، چې د اندیښنې خبره نده،ځکه په وینا یې افغانستان کې د وینې بهیدنې مخه نیول شوې ده. 

د چین استازي ویلي، د افغانستان د خلکو پریکړو درناوی کوي او د پاکستان استازي بیا له غونډې بهر خبریالانو ته ویلي،چې له طالبانو سره پر ګډه کار کوي،تر څو یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي. 

 د پاکستان استازي په یاده د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحق زي ګډون تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې هغه د یو له منځه تللي حکومت استازی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist