Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت اندېښمنونکی بللی

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت اندېښمنونکی بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/13

ملګري‌ ملتونه وايي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې ښځې او نجونې له خپلو حقه حقونو محرومې کړای شوې او دا وضعیت د نورمالېدو یا عادي کېدو له خطر سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د جنسيتي برابرۍ اداره وايي، سرپرست حکومت په افغانستان کې د خپل لیدلوري له مخې د داسې یوې ټولنې رامنځته کول تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی چې ښځې په کې په بشپړ ډول له عامه ژونده حذف شوې وي.

د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ ادارې ویلي: « په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره اوسنی وضعیت په نړۍ کې د ښځو حقونو په برخه کې تر ټولو سخت بحراني حالت دی او دا وضعیت د منلو وړ نه دی. که د دې وضعیت په اړه بېړنی اقدام ونه شي، نو ښځې به په بشپړ ډول له ټولنې څنډې ته شي.»

د ملګرو ملتونو په دغه تازه رپوټ کې همدا راز راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر ښځو د سرپرست حکومت له لوري لګول شوي محدودیتونه لنډمهاله نه دي پاتې شوي.

په دې راپور کې د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو، کار او عامه ژوند کې پر ونډې لګول شویو محدودیتونو ته هم اشاره شوې او ادعا کوي چې د دوی ژوند یې له ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي پلوه اغېزمن کړی دی.

خو اسلامي امارت بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور نه مني او بې بنسټه یې بولي.

د اسلامي‌امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، سرپرست حکومت له ښځو سره هېڅ راز زور زیاتي ته اجازه نه ورکوي او برعکس يې د هغوی حقونه خوندي کړي دي.

فطرت په دې اړه وايي: « دا ډول ادعاوې ناسمې دي چې ګواکي ښځې او نجونې په افغانستان کې له تاوتریخوالي، جبري او یا له وخت وړاندې نکاح سره مخ دي. اسلامي امارت له ښځو سره د هر ډول زور زیاتي، جبري نکاح، د کم عمره نجونو واده کولو او په بدو کې ورکولو مخه نیولې؛ ښځو ته په میراث کې حق ورکول کېږي او غږ یې اورېدل کېږي.»

د سیاسي چارو څارونکي بیا وایي، سرپرست حکومت اړ دی چې ټولو نجونو او ښځو ته د اسلام او افغاني کلتور په چوکاټ کې حقوق ورکړي، ترڅو رسميت ته د رسېدو هدف ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان اسلامي امارت مکلف دی چې د اسلام مبارک دین له ارشاداتو او افغاني فرهنګ سره سم، د ښځو ټول حقونه ورکړي. که غواړو چې د نړیوالې ټولنې له انتقادونو ځان خلاص کړو، باید دا ټول نزاکتونه مراعات او قوانین پاس کړو.»

ملګري ملتونه داسې مهال دا تازه راپور خپروي چې د يک‌شنبې په ورځ يې هم په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه يو راپور خپور کړی و.

په هغه راپور کې هم په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو او ورسره د روان وضعیت په اړه مالومات او اندېښنې شریکې شوې وې، هغه چې سرپرست حکومت په کې شوې ادعاوې ناسمې ګنلې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist