Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو افغانستان کې د جرمونو څېړنې پرېکړه‌ لیک تصویب کړ

ملګرو ملتونو افغانستان کې د جرمونو څېړنې پرېکړه‌ لیک تصویب کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په عالي شورا کې دا پرېکړه لیک او مکانېزم له مخالفت پرته د رايو پر مطلق اکثريت ومنل شو.

په پرېکړه ‌لیک کې راغلي، دا مکانېزم به د جنګي جرمونو، بشریت ضد جرمونو او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو په تړاو شواهد راټول او مسوول کسان به وپېژني او داسې قضیې به چمتو کړي چې په ملي او نړیوالو محکمو کې د تعقیب لپاره وکارول شي.

په دې پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي چې د مکانېزم د څېړنو کړۍ یوازې د اسلامي امارت پر چارواکو راټوله نه ده، بلکې پخواني حکومتي چارواکي، جنګسالاران، نړیوال ځواکونه، نادولتي وسله ‌والې ډلې او نور هغه اشخاص هم په کې شامل دي چې د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې ښکیل پاتې شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په عالي شورا کې د ډنمارک استازي په افغانستان کې اوسنی حکومت تورن کړ چې په خپلو تګلارو او کړنو یې افغانستان کې د بشري حقونو جدي کړکېچ رامنځته کړی.

د بشري حقونو عالي شورا کې د ډنمارک استازی ایب پیټرسن وايي: « طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو راهیسې د افغانستان بشري حقونو ټولې نړیوالې ژمنې له پامه غورځولې دي او دا هېواد یې د بشري حقونو په ژور بحران کې ډوب کړی. د حساب ورکولو د دې مکانېزم رامنځته کول د معافیت پای ته رسولو او د انتقالي عدالت پلی کولو برخه کې مهم ګام دی.»

د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې د اکټوبر په شپږمه په جنیوا کې وشوه، ډېرو غړو یې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر تامين ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې مکانېزم په جوړېدو سره به په افغانستان کې روان وضعیت په جدي ډول وپلټل شي.

یو شمېر نړیوالو ټولنو د دې پرېکړه لیک او د حساب ورکولو مکانېزم د جوړولو هرکلی کړی. له دې ډلې د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو د دې ګام هرکلی کړی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: « په افغانستان کې د روان معافيت پر وړاندې د نړيوالو قوانينو او بشري حقونو په سیوري کې د تېرو او روانو جرمونو په اړه د شواهدو راټولولو لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د يوې خپلواکې څېړنيزې ادارې(مکانېزم) جوړول يو حياتي ګام دی چې د حساب غوښتنې پر لور پرمختګ کوي او د قربانيانو او ژوندي پاتې شويو لپاره د عدالت، تاوان ورکړې او حقیقت ته د رسېدو لاره هواروي.»

امريکا چې تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال پورې يې په افغانستان کې پوځي ځواکونه درلودل، په تېر کې یې د خپلو ځواکونو د کړنو په اړه د نړيوالې جنايي محکمې له خوا د څېړنو له ترسره کولو سره مخالفت ښودلی، خو د اسلامي امارت له خوا د ادعا شویو سرغړونو په اړه يې د څېړنو ملاتړ کړی.

سره له دې چې د اروپايي ټولنې په وړانديز کې په ښکاره توګه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له خوا د بشري حقونو سرغړونو يادونه نه ده شوې، خو رويټرز خبري اژانس د ډېپلوماټانو په حواله ليکلي، وړانديز شوی مکانېزم هراړخيز دی او زماني محدوديت نه لري؛ مانا دا چې دغه موارد هم په کې شاملېدلی شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « زه فکر کوم دا کار هم د افغانستان د خلکو او هم امارت په ګټه دی. دوی ممکن ځینو مسایلو ته پاملرنه ونه کړي، خو ملګري ملتونه به دوی ته هغه موارد وریاد کړي چې دلته نقض کېږي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې لپاره لا هم په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقوق د سرټکي دي.

د دوی په خبره، تر هغو چې اسلامي امارت دغو ټکو ته پام ونه ‌کړي، ښایي نړیوال ورسره تعامل ونه کړي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « زه فکر کوم دا پرېکړه ښيي چې نړۍ لا هم افغانستان نه دی هېر کړی او د بشري حقونو موضوع نړۍ ته اهمیت لري. افغانان باید کوشش وکړي چې دا مسئله حل کړي او د نړۍ انتقادونو ته د پام ټکی کېږي.»

اسلامي امارت زموږ د راپور تر چمتو کېدو پورې د بشري حقونو شورا د تازه پرېکړه لیک او د یاد مکانیزم د جوړولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

له بیا ځل واکمنېدو څلور کلونه وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت لا هم نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی او په ځانګړي ډول پر ښځو د محدودیتونو لګولو له امله تر نیوکو لاندې دی.

د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ټينګار کړی چې دوی د اسلامي شريعت په اړه له خپل تفسير سره سم د بشري حقونو درناوی کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist