Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د بېړنیو مرستو او ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/25

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په  ناسته کې  افغانستان کې د وروستۍ مرګونې زلزلې سربېره د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشر رامز اکبروف په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې په تړاو چې له  ۱۰۰۰ زیات کسان  په کې مړه  او شااوخوا ۱۵۰۰ کسان یې ژوبل  کړي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي، یادونه کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې پر بېړنۍ رسیدنې ټینګار کړی دی.

الاکبروف زیاته کړې:« راتلونکو ۲۴ساعتونو کې به له اغیزمنې سیمې لیدنه وکړم، د اغیزمنو کورنیو او مخامخ مرسته کوونکو سره به ووینم. د ښځو او مدني ټولنو د غړو په ګډون به ټولو هغو خواوو سره وګورم،چې د مرستې رسونې ډاډ رامنځته کوي او په ټوله کې د مرستې رسونې ته کار کوي.» 

د امنیت شورا ناسته کې د بشري حقونو بد وضعیت، اقتصادي ناورین، روان بېړنی بشري وضعیت او د اسلامي امارت له  مشرانو سره د تعامل اړتیا لومړېتوبونه یاد شول.

الاکبروف د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان روان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړ  او پر وینا یې  د روان زېږدیز کال تر پایه د بې وزلۍ کچه  ۹۷ سلنې ته لوړېدی شي.

هغه زیاته کړه:« که اقتصاد په سمه او پاېیدونکې توګه بېرته و نه رغېږي،نو افغانان به له تکراري بشري ناورینونو سره مخ شي. دا د پراخو کډوالیو او د افراطیت لپاره د شرایطو د برابروونکو حالاتو او بلې وسله والې جګړې لامل کېدی شي.»

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی،چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر پایه د بې وزلۍ کچه تر ۹۷ سلنې لوړېدی شي.

افغانستان کې ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر، دلته د بیان ازادۍ په محدودیدو اندېښنه وښوده او په خبره  یې، یوناما لا هم د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونې پیښې ثبت کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist