Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته د دوحې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته د دوحې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/21

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو په کابل کې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا له سیاسي مرسیتال مولوي عبدالکبیر سره په لېدنه کې له اسلامي امارت غوښتي چې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

ډیکارالو ویلي، د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرایط سخت او درانه نه دي او دغه ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو د ټینګښت او د تعامل عادي کولو لپاره ښه فرصت دی.

ډیکارلوزیاته کړې: « د دوحې ناستې ته د نړیوال بانک په ګډون د یو شمېر نړيوالو سازمانونو او هېوادونو استازي هم دعوت شوي دي او د ګډون لپاره د افغانستان اسلامي امارت شرطونه درانه نه دي او هیله لرو، چې د اسلامي امارت پلاوی هم په کې ګډون وکړي. د دوحې دغه راتلونکې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراختیا او تعامل زیاتولو او عادي کولو لپاره غوره فرصت دی.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د دوحې تېره ناسته چې د ځېنو نیمګړتیاو له امله نیمګړې وه او تمه لري چې په راتلونکې ناسته کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره د اسلامي امارت دریځ ومنل شي.

عبدالکبیرزیاتوي، اسلامي امارت له نړیوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل او دوام نه غواړي، بلکې له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې او تعامل غوښتونکی دی.

هغه وايي: « د دوحې تېره ناسته د تنظیموونکو د ځېنو نیمګړتیاوو له امله نيمګړې وه او هیله ده، چې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت دریځ ومنل شي، څو پلاوی په کې ګډون وکړي. اسلامي امارت له نړیوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل او دوام نه غواړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.»

همدا راز مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکوي چې په خپلو ژمنو یې عمل کړی، داعش ډله ځپل شوې او له افغانستان هېڅ چاته ګواښ پېښ نه دی.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې له افغان ولس سره د نړیوالې ټولنې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی او په خبره یې ملګري ملتونه د افغانستان پر پرمختګونو او لاسته راوړنه خوښ دي.

په همدې حال کې د بهرنیوچارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي بیا ویلي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې باید پر اساسي مواردو خبرې وشي او هغه موضوعات چې اصلي اجنډا حاشیې ته بیايي باید مطرح نه شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د دوحې په درېیمه ناسته کې پر اساسي مسایلو بحث وشي، شته میکانیزمونه تقویه شي، اضافي او تحمیلي تشکیلات او پرېکړې ونه شي، پر حاشیوي او تشریفاتي مواردو له اصلي موضوعاتو څخه پام منحرف نه شي. اغلي ډیکارلو وویل، چې د دوحې درېیمې ناستې اساسي هدف افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي.»

کارپوهان بیا وايي، د دوحې راتلونکې ناسته چې د افغانستان په تړاو جوړیږي له سیاسي او اقتصادي پلوه د افغانانو لپاره مهمه ده او  اسلامي  امارت باید په کې ځواکمن ګډون وکړي، څو شته ستونزې او اندېښنې له نړۍ سره له نږدې مطرح او د حل په لارو چارو یې خبرې وکړي.

شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د افغانستان په هکله پر نړیوالو، سیمې او نړۍ هېوادونو، ملګرو ملتونو کې ناستې ولاړې، غونډې، کنفرانسونه او د استازو تګ راتګ وشو؛ خو کومه ګټه یې ونه کړه. موږ چغې ووهلې چې باید ملګري ملتونه په مستقیم ډول له اسلامي امارت سره خبرې وکړي، اوس چې ملګري ملتونه حاضر دي له دوی سره خبرې وکړي؛ نو دوی هم باید دې ناستې ته درناوی وکړي، برخه په کې واخلي، ځکه دا د دې هېواد د ۳۵ یا ۴۰ میلیونه وګړو د برخلیک خبره ده او باید مالوم شي چې نړیوال له دوی سره څه ستونزې لري.»

 نجیب الرحمان شمال وايي: « هیله ‌من یو د دوحې درېیمه ناسته چې په نږدې راتلونکي کې جوړېږي او د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري ورته سرپرست حکومت ته د ګډون بلنه ورکول شوې ده، چې دا یو نېک اقدام دی او هیله لرو چې د سرپرست حکومت چارواکي د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان په وړاندې په خپل سیاست او دريځ کې بدلونونه راوړي، له انعطافه کار واخلي، د افغانستان له خلکو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په خاطر چې موږ ډېره اړتیا ورته ولرو، په دې ناسته کې ګډون وکړي.»

د ملګرو ملتونو دغه تصمیم او دریځ چې د افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی ټاکي د اسلامي امارت تر نیوکې لاندې دی چې د کابل په باور د یوناما په موجودیت کې د ملګرو ملتونو له لوري بل ځانګړي استازي ته اړتیا نشته.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په تړاو په دوحه کې درېیمه ناسته جوړه شي چې داځل به د نړیوال بانک او اسیا پراختیايي بانک استازي هم په کې حضور ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist