Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت: له طالبانو دوه ولسوالۍ بېرته نیول شوي

admin by admin
2021/06/30

 د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، دغه دوه ولسوالۍ په  بغلان او پروان ولایتونو کې بېرته له طالبانو نېول شوي دي.

 احمدزی وایي، د نښتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درانه تلفات هم  اوښتي دي.

احمدزي زیاته کړه:« په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ځواکونو په بغلان او پروان ولایتونو کې دوه ولسوالۍ بېرته له وسله ‌والو طالبانو نیولي. دا مهال په ګڼو سیمو کې عملیات دوام لري او همدا راز د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو په  بریدونو کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.»

وسله والو طالبانو هم ادعا کړې، چې د وروستیو نښتو پرمهال یې دوه  ولسوالۍ او یو شمېر پوستې سقوط کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« په تېرو ۲۴ ساعتونو کي دوه ولسوالۍ نیول شوي دي او ترڅنګ يې ۶۲ میله وسلې او ۸ قرارګاوي نیولي دي. کلدار ولسوالۍ په بلخ ولایت او  خان چهار باغ ولسوالۍ په فاریاب کې نیول شوي، د غزني ګیلان ولسوالۍ هم نیول شوې ده.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړو روانه جګړه کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې او نیوکه یې کړې، که وضعیت په‌ همدې شکل دوام وکړي، جګړه به د ښارونو ترمنځ وغځېږي.

د ولسي جرګې غړی شاخان شېرزاد وايي:« که وضیعت همدا ډول دوام وکړي او د افغان ځواکونو ترمنځ همغږي رامنځته نه شي، ناممکنه نه ده، چې ولایتونه دې هم سقوط وکړي، خو امکان شته چې نوې رهبري وکولائ شي، روانه جګړه کنټرول کړي. روان وضیعت د ملکي خلګو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.»

ملي دفاع وزارت دغه راز زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په متقابلو بریدونو کې په کندهار٬ غزني او هلمند ولایتونو کي وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دا مهال افغان ځواکونه په نږدې ۱۵  ولایتونو کې جګړه کې برلاسي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist