Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت: د سوداګریزو بندرونو د بېرته نېولو لپاره به ژر عملیات پیل شي

admin by admin
2021/07/19

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، د  هغو ټولو سوداګریزونو بندرونو نیولو لپاره پلان چمتو شوی، چې په وروستیو جګړو کې د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلي  دي.

احمدزی وايي، د بندرونو له نېول کېدو  وروسته به امنیتي کمربندونه هم ایجاد کړي.

احمدزي زیاته کړه: « د بندرونو د امنیت تامین، د ولایتونو مرکزونو د امنیت تامین، هلته د کمربندونو د رامنځته کېدو او همدا راز د لویو لارو د امنیت تامین، دا د افغانستان د امنیتي او دفاعي  ځواکونو له مهمو برنامو څخه دي، چې موږ یې اوس د عملي کېدو په حال کې یو.زموږ قوي کمربندونه د ولایتونو د مرکزونو د دفاع په موخه او د لویو لارو د امنیت تامین په موخه هم رامنځته شوي دي.»

ملي دفاع وزارت د سوداګریزو بندرونو د نیولو سربیره د لاسه وتلو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره هم عملیات پيل کوي،خو په وینا عملیات به په دقت او محتاطانه ډول ترسره کېږي،ترڅو عامه تاسیسات او خلکو ته زیان ونه رسېږي.

احمدزی وايي:« په هغو سیمو  کې اوس دښمن شتون لري  او هغه سېمې چې د دوی په واک کې دي. د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات هلته په ډېر محتاطانه ډول عملي کېږي. دلیل یې دا دی، چې موږ نه غواړو، چې عامه تاسیساتو او  همداراز عامو وګړو ته تلفات واوړي.»

بل خوا  د ولسي جرګړې غړي وايي، ترهغې چې د امنیتي او دفاعي ارګانونوترمنځ همغږي زیاته نه شي، د سیمو بېرته نیول به اسانه نه وي.

د ولسي جرګړې غړی سیدحسن پکتیاوال  وايي:« د جګړې ناسم مدیریت او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نه همغږي، د دې لامل شوي،چې موږ نن  د یو شمېر ولسوالیو د سقوط شاهدان یو. زه هېله من یم،چې افغان دولت هرڅومره ژر چې کېږي، لاس په کار شي، ترڅو ستونزې مو له نن لا ډېرې نه شي. دغه راز د افغانستان د خلکو په استازیتوب له افغان حکومت او طالبانو دواړو غواړم، چې د اختر په ورځو کې  اوربند وکړي.»

طالبان ادعا کوي، چې ۱۹۳ ولسوالۍ یې لاسته لوېدلې، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلام ‌کلا او تورغونډۍ سربیره یې شیرخان او حیرتان بندرونه هم نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist