Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي دفاع وزارت د ترهګرۍ په تړاو د هېوادونو اندېښنې بې ځایه ګڼي

ملي دفاع وزارت د ترهګرۍ په تړاو د هېوادونو اندېښنې بې ځایه ګڼي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/27

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون  ګاونډي هېوادونه اندېښنه ښيي او تور لګوي چې په افغانستان کې داعش او نورې وسله‌والې ډلې فعالیت لري.

 خو د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له شمشاد سره خبرو کې ویلي، اوس مهال ټول سرحدونه د پوځ په کنټرول کې دي او ډاډ ښيي چې هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته داخل شي او یا د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.

خوارزمي  زیاتوي: « د ا.ا.ا له لوري په وار، وار اعلامیه خپره شوې او ډاډ ورکول شوی، همداشان د افغانستان ملي دفاع وزارت له لوري هم موږ ډاډ ورکړی چې هېڅ چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګته واخلي او یا له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښ شي، هغوی دې هېڅ اندېښنه نه کوي. دا چې کله کله ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ پېښ دی موږ دا ردوو او داسې هېڅ نه دي پېښ شوي او اجازه هم نه ورکوو چې داسې څه دې پېښ شی.»

عنایت الله خوارزمي د سیمه اییزو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه اندېښنې هم رد کړې چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور لري او د پراخیدو په حال کې ده.

هغه زیاتوي « د افغانستان خلک عملاٌ په صحنه کې موجود دي، دوی خو داسې څه نه دي لیدلي، که کومه ډله موجوده وه حتما به یو ځای کې وه؛ نو اوسمهال داسې هېڅ کومه ډله په افغانستان کې نشته. موږ دا ردوو او بیا هم دا په ډاګه کوو چې موږ هېچاته دا اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه واخلي. موږ له هر هېواد سره ښې او ډیپلوماتیکې اړیکې غواړو.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، ترهګري نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د نړۍ امنیت او سولې لپاره جدي ګواښ دی او په خبره یې ملګري ملتونه دې د دغې پدیدې پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: « دوی باید توجو وکړي او زموږ د ګاونډيانو، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي او په دې اړه له ټولو هېوادونو سره ګډ کار وکړي، زما په نظر ترورېزم یو ګډ دوښمن دی او ګډه مبارزې ته اړتیا لري.»

 د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي  دغه راز د اردو یونیفورم په اړه وویل، د مشرتابه د هدایت  له مخې ځواکونو ته د یونیفورم ویش لړۍ پیل شوې او دغه امر قاطع دی.

خوارزمي دغه راز ډاډ وښود چې پر ډيورنډ فرضي کرښه او نورو هېوادونو سره سرحدي ځواکونه په درنو وسلو او تجهیزاتو سمبال دي او هېچاته به پر خپله خاوره د تیري اجازه ورنه کړي.

دافغانستان ملي دفاع وزارت په هېواد کې د وسله‌والو ډلو او داعش حضور داسې مهال په ردوي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې جنګیالیو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی، هغه څه چې اسلامي‌مارت دا ادعا بې بنسټه ګڼي او وايي دوه کلونو کې یې یاده ډله ځپلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist