Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: اردو د هېواد او دیني ارزښتونو ساتنې لپاره جوړوو

ملي دفاع وزارت د بهرني يرغل په وړاندې د سخت غبرګون خبرداری تکرار کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په یوې تازه مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شوي اوربند غږېدلی او دغه اوربند یې یو ډول ننګولی دی.

خواجه اصف ویلي، د شوي اوربند د دوام هغه مهال ممکن دی چې افغان لوری د پاکستان ضد وسله والو ډلو فعالیتونه بند او کنټرول یې کړي، په داسې حال کې چې افغانستان تل ډاډ ورکړی چې له خاورې به یې هېچاته ګواښ پېښ نه شي او نه به هم په افغانستان کې وسله والې ډلې حضور ولري.

له دې سره سم، ملي دفاع وزارت یو ځل بیا افغانانو ته ډاډ ورکوي چې له خپلې خاورې دفاع لپاره چمتو دي او پاکستان ته په اشارې وايي، یوځل یې د خپل تېري ځواب ترلاسه کړی، خو که راتلونکي کې بیاهم دغسې څه په فکر کې ولري، له سخت ځپونکی ځواب سره مخ به شي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصح الدین فطرت وايي: « خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت هېڅ ډول کوتاهي نه کوي او هر هغه څوک چې زموږ پر خاوره تېری وکړي، غوڅ او ځپونکی ځواب به ترلاسه کړي. لکه څرنګه چې ګاونډي هېواد له هېڅ راز موجه دلیل پرته زموږ پر خاوره تېری وکړ، موږ هم مناسب ځواب ورکړ. که په راتلونکي کې بیا هم دا ډول کوم فکر په سر کې لري، قاطع او ځپونکی ځواب به ترلاسه کړي.»

له بلې خوا، د افغانستان خلک وايي، نه اوس پر پاکستان باور لري او نه هم په راتلونکي کې باور کولی شي؛ ځکه اسلام اباد هېڅکله هم په افغانستان کې ځواکمن حکومت نه شي زغملی، تل شاته پاتې افغانستان او په کې ضعیف او د دوی تر لاس لاندې حکومتونه غواړي.

ځینې بیا وايي، د ترکیې ترناستې پورې باید له پاکستاني حکومته د قطر د هوکړې په برخه کې د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وشي او له هغې وروسته دې ورسره افغانستان نورو مسایلو کې ښکېل شي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « په پاکستان باندې اوس او په راتلونکي کې باور نه دی په کار. دوی په افغانستان کې قوي مرکزي حکومت نه شي زغملی. دوی خوار او زار افغانستان غواړي.»

د چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « زموږ هیله دا ده چې د ترکیې تر ناستې پورې له پاکستان څخه د هغو ژمنو او تعهداتو عملي بڼه وغواړو چې په قطر کې یې کړې او له هغه وروسته ورسره خپلې تجارتي، اقتصادي او سیاسي اړیکې تنظیم کړو.»

کارپوهان بیا وايي، که داځل هم پاکستان په یوې او بلې پلمې خپلې کړې ژمنې او هوکړې ماتې کړي، په نړیواله کچه به ملامت شي.

د دوی په باور، پاکستاني چارواکي په داسې څرګندونو سره هڅه کوي له خپل ولس هغه ماتې پټې کړي چې څو ورځې وړاندې یې له افغانستانه خوړلې دي.

د سیاسي چارو شنونکی عبيدالله بهیر وايي: « د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې یوازې سینه ډبول دي او غواړي خپل ولس ته ځان قوي ښکاره کړي، حال دا چې دوی سخته ماتې وخوړه. زه هیله لرم بیا ځل هغه پړاو ته ستانه نه شو، خو که ورځو نو ضامنین هم شته او پاکستان به په نړیواله کچه ملامت شي.»

افغانستان او پاکستان په دوحه کې د قطري او ترکیي چارواکو په حضور کې د مذاکراتو له لارې اوربند وکړ او هوکړه شوې چې د روانې میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه په ترکیه کې بله ناسته ترسره کړي چې په کې به دواړه هېوادونه له یو بل سره یوې دوامداره سولې ته ورسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist