Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي دفاع وزارت خبرداری؛هېڅ ګاونډي ته به پر افغان خاوري تېري ته اجازه ورنه کړو 

ملي دفاع وزارت خبرداری؛هېڅ ګاونډي ته به پر افغان خاوري تېري ته اجازه ورنه کړو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/05

له پاکستاني ځواکونو سره پر ډیورنډ فرضي کرښه او ایران او ترکمنستان سره د سرحدونو پر سر د افغان او یادو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له شخړو وروسته د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، له  ګاونډيانو سره ښيې اړیکې غواړي،خو د پولو او تمامي ارضیت په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدای. 

د یاد وزارت خبرداری ورکړی،چې هېڅ ګاونډي هېواد ته به د افغان خاورې لاندې کولو او تیري اجازه ورنه کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«د اسلامي امارت او د ملي دفاع وزارت رهبري نه یوازې د سرحدونو بلکې د خلکو  او خاورې  په اړه هېڅکله بې تفاوته نه دي او نه به بې تفاوته پاتې شي. هر څوک او هېواد چې  د تیري نیت ولري لاسوهنه وکړي لاسونه به یې  لنډ شي.»

اخوا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ترکمنستان سره د پولې پرسر شخړه رد شوې،هغه څه چې  ترکمنستان هم ویلي، چې افغانستان سره ښې اړیکې لري او د خپلو پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ شخړه یې رد کړې ده.

 خو بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه شخړه له ډیپلوماټیکو لارو حل کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه:« په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په ځینو برخو کې داسې پېښې شوي دي،چې اړتیا یې راټوکولې، تر څو د دواړو هېوادونو مسوولین د ستونزو هواري په اړه خبرې وکړي. د افغانستان اسلامي امارت چې د تفاهم او د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر هواري او ښه ګاونډیتوب باور لري، پاکستاني لوري سره به د ديپلوماتيکو چينلونو له لارې په دې اړه خبرې اتري وکړي.» 

په همدې حال کې د سیاسي یو شمېر کارپوهان بیا وایي،افغانستان له یو حساس پړاو تېرېدونکی دی او ښه ده،چې ګاونډیانو سره شخړې او جګړې د خبرو اترو له لارې هوارې شي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د پاکستان او افغانستان ترمنځ له پخوا د کرښې پرسر ستونزې موجودې وې،کله کله ایران هم خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته رانږدې کړي دي او ستونزې یې جوړې کړي دي. د پولو مسله حساسه ده او افغانستان هم په حساس پړاو کې ده،ښه ده چې دا مسایل په سیاسي لارو حل شي.» 

په خواله رسنیو کې داسې ویډوګانې او راپورونه لاس په لاس کېږي،چې ښي ایران، پاکستان او ترکمنستان پوله ساتي ځواکونه له خپلې جغرافې د افغانستان خاورې ته رااوړي،چې افغان پوله ساتو ځواکونو یې د مخنیوي لپاره د خپل هېواد دفاع کړې ده او تیري ته یې توند غبرګون ښودلی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist