Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوارزمي: پاکستان کې د ناامنیو پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ده

ملي دفاع وزارت: ازبېکستان او تاجکستان کې د افغانستان پر چورلکو هېڅ ډول معامله د منلو نه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یو شمېر افغان پیلوټانو د هوایي ځواک پوځي الوتکې او چورلکې، چې شمېر یې ۴۶ ته رسېږي ازبېکستان ته واړولې.

د یادو پوځي چورلکو په اړه تازه امریکا او ازبېکستان هوکړه کړې، چې له مخې به يې د سقوط پرمهال د افغان پیلوټانو له لوري ازبېکستان ته اړول شوې چورلکې یاد هېواد ته پرېښودل کېږي.

په تاشکنت کې د امریکا سفیر جوناتن هېنک رسنیو سره په خبرو کې ویلي،  د یادو چورلکو په تړاو د تاشکنت او واشنګټن ترمنځ رسمي تړون شوی او له مخې به يې دغه چورلکې په ازبېکستان کې پاتې وي.

په تاشکنت کې د امریکا سفیر ویلي: « دغه پوځي الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې او افغان پوځ کارولې، خو څښتنان یې تل موږ وو او په اړه یې پرېکړه هم باید موږ وکړو.»

 بله خوا، ملي دفاع وزارت په يوه اعلامیه کې ویلي، په ازبېکستان کې د افغانستان په پوځي الوتکو او چورلکو هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: « په ازبېکستان کې د افغانستان د الوتکو او چورلکو په تړاو هر ډول معامله د منلو نه ده. ملي دفاع وزارت په ډېر وضاحت سره اعلان کوي، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د شتمنیو مصادره کولو حق نه لري.»

خوارزمي له ازبېکستان څخه غوښتي، چې د افغانستان پر پوځي الوتکو او چورلکو له هر ډول معاملي ډډه وکړي او بېرته يې د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.

خوارزمي زیاتوي: « د ازبېکستان له حکومت څخه تمه کېږي، چې په دې اړه له هر ډول معاملې څخه ډډه وکړي او د ګاونډیتوب اصولو ته په کتو، عاقلانه پرېکړه وکړي او دغه راز د افغانستان د الوتکو په سپارلو کې همکاري وکړي.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي د جمهوري نظام د پرځېدو پرمهال ازبېکستان او تاجیکستان ته اړول شوې چورلکې د افغانانو حق بولي او وایي، که امریکا یادې الوتکې بل چا ته سپاري، نو دا کار به د افغانانو په حق کې لوی خيانت وي.

د سیاسي چارو شنونکی سېلاب سمندر وايي: « د جمهوري نظام د پرځېدلو پرمهال له هوايي ډګرونو څخه ګاونډیو هېوادونو ته اړول شوې الوتکې د افغانستان د خلکو حق دی. دغه ټولې الوتکې د امریکا متحده ایالتونو له خوا تېر حکومت ته سپارل شوې او پرې حساب شوې وې. خو دا چې اوس د امریکا حکومت د افغانستان د خلکو او فعلي واکمن نظام له مشورې پرته دغه الوتکې ازبېکستان یا کوم بل هېواد ته سپاري، زه فکر کوم دا به د افغانانو په حق کې ستره جفا وي.»

له دې وړاندې هم سرپرست حکومت په وار وار له ګاونډيو هېوادونو غوښتي، چې د چورلکو په شمول دې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان اړول شوي پوځي تجهيزات بېرته ور وسپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist