Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

admin by admin
2021/06/13

په تېره یوه شپه ورځ کې لغمان، غزني، لوګر ، پکتیکا ، میدان وردګ ، کندهار ، زابل ، غور ، بادغیس ، هرات ، کندز ، بغلان ، سرپل ، فاریاب او تخار کې دحکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې نښتې شوي دي.

ملي دفاع وزارت ادعا کوي، په دغو ولایتونو کې یې د نښتو پرمهال ۱۹۵ نوي وسله ‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې،چې له ډلې یې ۶۰ تنه ټپیان او پاتې نور وژل شوي دي .

افغان پوځ په ګڼ شمیر ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو پرشاتمبولو خبره هم کوي .

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی  وايي: «  په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله وال طالبام زموږ  د  هوايي او ځمکني ځواکونو شدیدو برېدونو سره مخ شي. برېدونو کې زیات تلفات ور اوښتي.  ډېری تلفات دوی ته  په غزني، هرات او کندهار ولایتونو کې اوښتي دي. »

خو د جګړې مقابل لوری بیا د تلفاتو دغه ادعاوې بې اساسه ګڼي او زیاتوي،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بلخ او بادغیس کې تازه دوه ولسوالۍ نیولي او په پکتیا ، میدان وردګو ، غور ، زابل او دایکندي کې یې ګڼ شمیر پوستې لاسته لوېدلي، ۴۴ سرتېري یې نیولي او ګڼو افغان سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

دکوچني اختر له اوربند وروسته په ټول هیېواد کې جګړې زیاتې شوي،چې تردې مهاله  یې زرګونو کسانو ته  مرګ ژوبله اړولې،خو په دې وروستیو کې د یو شمېر ولایتونو ځینې ولسوالۍ طالبانو نیولي،چې امنیتي ځواکونه یې پریښودل تکتیکي شاتګ ګڼي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist