Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي امنیت شورا: بهرني ځواکونه خپل ټول تجهیزات افغان وسله وال پوځ ته سپاري

admin by admin
2021/04/24

نن په کابل کې لوړپوړو امنیتي چارواکو یوې خبري ناستې ته وینا وکړه.

په دغه خبري ناسته کې د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل چې د بهرینو ځواکونو د کمپونو د انتقال په بهیر کې، ټول هغه پوځي تجهیزات افغان ځواکونو ته سپارل کېږي چې تردې وړاندې امریکايي ځواکونو کارول.

ښاغلي محب وویل: ((ټول هغه تجهیزات چې بهرنیو ځواکونو سره دلته دي او هغه قابل د انتقال دي….. په تعداد د یو میلیارد ډالرو تجهیزات افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ورکول کېږي.))

د ملي امنیت شورا سلاکار دا هم وویل چې له پاکستانه به یو پلاوي هېواد ته راشي او ورسره به پر تخنیکي او هغو مسایلو چې په کې اختلاف شتون لري، بحث او خبرې وشي.

په ورته وخت کې، د ملي امنیت لوی رئيس احمد ضیا سراج بیا وايي، د امریکا د استخباراتي ادارې سره په همغږۍ له ترهګرۍ سره مبارزه پرمخ بیايي او په همدې موخه د سي آی اې مشر افغانستان ته راغلی و.

سراج وویل: ((تروریزم لاهم په افغانستان کې شتون لري، چې نړۍ او سیمه تهدیدوي. موږ له سي آی اې او نورو استخباراتي شبکو سره په اړیکه کې یو او یوه تګلاره جوړو. ټول متعهد دې چې په دې برخه کې کار وکړي.))

سرچینې بیا وایي چې طالبان د جګړې شدت لپاره پرچمتوالي بوخت دي، خو ملي دفاع وزارت بیا ډاډ ورکوي  چې د ارغنداب د جګړې په څېر به  یو ځل بیا طالبان مات کړي.

د دفاع وزارت سرپرست وزیر یاسین ضیا وایي: ((که طالبان سولې نه مني، نو بیا دا ګز دا میدان.))

ښاغلی ضیا وایي، که د پاکستان استخبارات طالبانو ته مستقیم سرتیري ورنه کړي، نو طالبان به ترې په خپل اوسنیو جنګیالیو یوه لویشت خاوره ه هم ونه نیسي.

په دې خبري ناسته کې د طالبانو په مشرتابه کې اختلاف هغه څه وه چې د ملي امنیت ریاست ترې پرده پورته کړه.

د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وویل: ((د طالبانو د کویټې او پېښور شوراګانو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شوي او د غه اختلافات ورځ تر بلې زیاتیږي.))

خو طالبان بیا دغه ادعا په کلکه ردوي او وايي، درې کاله وړاندې د کوچني اختر اوربند ښکاره کړه چې طالبان په خپلو کې هېڅ ډول اختلاف نه لري.

په همدې حال کې، د ملي امنیت سلاکار وايي، په ترکیې ناسته کې د طالبان نه ګډون ددې ښکارندوي کوي چې دغه ډله پرې سولې باور نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist