Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي‌ایتلاف: ډېر ژر به ولسمشریزو ټاکنو ته خپل نوماند وړاندې کړو

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/08

ملي ایتلاف وایي، که د ټاکنو اوسنی کمېسیون له بایومتریک پرته رایې حساب کړي دوی ته به د ولسمشریزو ټاکنو لپاره اوسنی کمېسیون د منلو نه وي.

ملي ایتلاف په یوه خبري غونډه کې وویل، د ولسمشریزو ټاکنو لپآره يې بحثونه کړي او ژر به له خپل منځ نه یو کس ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند په توګه وړاندې کړي.

ایتلاف دغه راز خبر ورکړ چې اجرایه رییس سره یې خبرې شوي او د ایتلاف په نوماند سره سلا شوي دي.

تازه چې د ولسمشریزو تاکنو لپآره سیاسیونو په خپلو کې بحثونه پیل کړي، ملي ایتلاف هم په خپل منځ کې له ایتلاف نه دباندې له یو شمېر سیاسیونو سره ناستې کړي.

ملي ایتلاف خبري غونډه کې په پارلماني ټاکنو نیوکې وکړي او د ولسمشریزو ټاکنو لپآره یې د خپل چمتوالي خبر ورکړ.

دا ایتلاف وایي، خبرې یې کړي او ژر به د ایتلاف له منځه د ولسمشریزو ټاکنو لپآره نوماند باندې سلا شي.

دغه ایتلاف په تېرو پارلماني ټاکنو هم نیوکې وکړې چې له ګڼو ستونزو ډکې ترسره شوي.

اوس چې دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو له بایومتریک پرته د رایو په اعتبار هم هوکړه کړي، ایتلاف مخالفت کوي او وايي که له بایومتریک پرته رایې باطلې نه کړي، دوی د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمېسیون اوسنی تشکیل نه مني.

ټاکنو کمېسیون کې چې اوس د رایو شمېرنې پروسه دوام لري، د ۱۱ ولایتونو د یو شمېر مرکزونو په بیا رای شمېرنې پرېکړه شوي، خو ملي ایتلاف ټینګار کوي چې باید ټولې رایې له سره وشمېرل شي.

داسې اوازې وې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم له ملي ایتلاف وتلی، خو احمد ضیا مسعود، جنرال دوستم د ایتلاف له مهمو غړو بولي چې اوس هم اصلي محور دی.

له دې سره ملي ایتلاف له حکومت غوښتنه وکړه چې د کندهار په امنیه قوماندان جنرال رازق د برید په تړاو جدي څېړنې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist