Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملا هبة الله: جګړه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دوام وکړي

admin by admin
2019/06/01

د طالبانو مشر ملا هبة الله د کوچني اختر په مناسبت خپرې شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د جګړې ډګر کې د طالبانو عملیات او سیاسي ډګر کې له امریکایانو سره د مذاکراتو موخه د بهرنیو ځواکونو ایستل او د اسلامي نظام حاکمول دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې طالبان د واک انحصار نه غواړي او باور یې ښودلی چې په نظام کې به ټول افغانان ځانونه وویني.

اعلامیه کې بین الافغاني مذاکراتو ته هم اشاره شوې چې کافي پرمختګ یې کړی او دا هم لیکل شوي چې طالبان په سیاسي تعاملاتو کې پر دوه مخي سیاست باور نه لري.

په اختریزه اعلامیه کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو بمباریو ته هم اشاره شوې چې ګواکې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د طالبانو مشر ادعا کړې چې د حکومت په زندانونو کې بندیان ربړول کېږي.

ملا هبة الله له خپلو پلویانو غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي برخې ته پام وکړي، له بندیانو سره سم چلند وکړي او د عام المنفعه پروژو ساتنه وکړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د مشر اختریز پیغام په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist