Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا رسول اخوند: د جرمونو نړیوالې محکمې تورونه نا عادلانه او بې ګټې دي

ملا رسول اخوند: د جرمونو نړیوالې محکمې تورونه نا عادلانه او بې ګټې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/27

په غزني ولایت کې لسګونه کسان راټول شوي، ترڅو د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال هغه ادعا او غوښتنه وغندي چې وايي، د اسلامي امارت رهبر او قاضي القضات باید د بشري ضد کړنو له امله ونیول شي.

لاریون کوونکي د اسلامي ‌امارت پر ملاتړ او د نړیوالې محکمې ضد شعارونه لېږدول او یاده پریکړه یې غیرعادلانه او ظالمانه وبلله.

قومي مشر حاجي موسی سعادت وايي: «ګستاخانه خبرې یې کړې، تاسو د ولس جوش او احساسات وینئ. دوی زموږ نظام، دې ولس او مسلمان ملت ته په سپکه سترګه کتلي. موږ غوښتنه کوو چې دوی دې خپله خبره بېرته واخلي او بیا دې دا عمل نه تکراروي.»

د غزني ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « نړیوالو چې کومه خبره او فیصله کړې، دا د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ د منلو نه ده او په عادي سترګه هم نه ورته ګوري.»

لاریون کې یو شمېر ځايي مسوولینو هم ګډون کړی او وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې ادعاوې دوی ته د منلو او زغم وړ نه دي او د یادې محکمې څارنوال او قاضیان دې خپلې ادعاوې او پریکړه بېرته واخلي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي: « افغان ولس او په ځانګړې توګه د غزني مېړنی ولس غوښتنه کوي چې د نړیوالې جنايي محکمې هغه خبرې او تورونه چې د اسلامي امارت په مشرانو پسې یې کړې دي، په بشپړه توګه ردوي او غواړي چې دا خبرې بېرته واخیستل شي.»

ورته مهال، د اسلامي ‌امارت غړي ملا محمد رسول اخوند رسنیو ته استول شوې خبر پاڼه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې هغه پرېکړه غندلې ده چې د اسلامي امارت د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه په ‌کې شوې.

په اعلامیه کې لیکل شوي، دا ډول پریکړې غیرعادلانه دي او افغانان د اسلامي شریعت له مخې دا ډول پریکړو ته کوم ارزښت نه ورکوي.

اخوند زیاته کړې:« هر افغان د خپل مشر او کشر د ساتنې او دفاع لپاره حاضر دی او داسې غیر سنجیده پرېکړې نړۍ ته کومه ګټه نه رسوي . د افغانستان ولس له اسلامي امارت سره دی او د ولس اراده داسې ظالمانه او له انصاف لرې پریکړې نه شي بدلولی.»

له غزني ولایت سربېره د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم د اسلامي ‌امارت پر ملاتړ او د نړیوالې محکمې د پریکړې خلاف خلکو غونډې ترسره کړې.

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال د جنورۍ پر ۲۴مه د اسلامي ‌امارت رهبر شیخ‌ هبة الله اخوندزاه او د سترې محکمې قاضي القضات د ښځو او بشري حقونو په نقض تورن کړل او د یادې محکمې له قاضیانو یې غوښتنه وکړه چې د نیولو حکم یې صادر کړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړې ته غبرګون کې وویل، دا ډول تورونه او پرېکړې غیرعادلانه او سیاسي هڅول شوې موضوع  ده او لګېدلي تورونه یې رد کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist