Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملا برادر: د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور لرو.

admin by admin
2021/06/21

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ته منسوب یوه لیک کې، چې تېره ورځ نشر شو راغلي، چې د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور لري، خو یادونه یې کړې چې د دوحې هوکړه دې عملي شي.

د دې ترڅنګ ملا برادر لیکلي، د طالبانو پاتې بندیان دې ازاد شي او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له تورو لیستونو څخه دې د طالب مشرانو نومونه لرې شي.

د برادر په لیکنه کې، د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ټولو افغانانو ګډون، برابرۍ او انډول ته هم اشاره شوې او زیاته کړې یې ده، چې دوی د اسلام دین او د افغاني ټولنې د دودونو په رڼا کې د نارینه‌ او ښځینه وګړو ټولو حقونو د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار او نورو ټولو ته ژمن دي.

نوموړي په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانان دې پرېږدي، چې د خپلمنځي خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي او نه به هم د افغانستان په چارو کې چا ته د لاسوهنې حق ورکړل شي.

ملا عبدالغني برادر د بهرنیو ډیپلوماټیکو بنسټونو، مرستندویه ادارو او کار کوونکو د امنیت غږ هم کړی او له ځوانانو یې هم غوښتي، چې خپل وطن کې پاتې شي او خپلو چارو ته دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist