Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر د ایکو سازمان غړیو ته؛ د افغانستان سیاسي حقیقت درک کړئ

ملا برادر د ایکو سازمان غړیو ته؛ د افغانستان سیاسي حقیقت درک کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/05

د ايکو سازمان سرمشريزه د جمعې په ورځ د اذربايجان په کوربه‌توب د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې پیل شوه.

د رياست‌وزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند دې سرمشريزه کې د سرپرست حکومت د اقتصاد محوره سياست اهداف روښانه کړې او د ايکو سازمان له غړيو هېوادونو يې غوښتي، چې د يادو اهدافو په پام کې نيولو سره د افغانستان سياسي حقيقت درک کړي.

برادر د روسيې له لوري د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې ته په اشارې زياته کړې، چې روسيې ياد حقيقت په درک کولو سره د رسميت پېژندنې پرېکړه کړې او تمه يې ښودلې، چې د ايکو سازمان غړي هېوادونه به هم له افغانستان سره د تعامل زياتولو لپاره د روسيې پر پله پل کېږدي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست د دوام په پایله کې د روسيې فدراسیون لخوا پر رسمیت وپېژندل شو. موږ د دغه ګام تود هر کلی کوو، له همديې امله له ایکو سازمان سره د افغانستان د ژورو او اوږدمهاله همکاریو په رڼا کې د یاد سازمان له ټولو غړو هېوادونو هیله لرو چې د افغانستان مشروع سیاسي واقیعت درک کړي او د روسيې فدراسیون په څېر د رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت  ګامونه واخلي.»

برادر د ايکو سازمان د سرمشريزې له پيل دوه ورځې وړاندې باکو ته رسېدلی او هلته يې په دې موده کې د اوزبېکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايف سره پر شريکو مسايلو خبرې کړې.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ويلي، ملا بردر له ميرضيايف د افغانستان رسمي سفير د منلو غوښتنه کړې او د دې ترڅنګ پر دې هم ټينګار کړی چې د تېلو او ګازو استخراج، د اوسپنې‌پټلۍ پراختیا، د لمریزې او بادي انرژۍ تولید او د کرنې میکانيزه کولو په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.

اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې:« دا مهال د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو مېلیارد ډالرو اوښتې ده چې د پخوا پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هیله لرو چې دا کچه په راتلونکي کې ۲ مېلیارده ډالرو ته ورسېږي او د دې ترڅنګ د اوزبېکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي، چې دواړه ګاونډي هېوادونه د اقتصادي ثبات، زېربنايي پراختیا او ښېرازۍ لپاره د کانونو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي.»

برادر له اوزبېکستان سربېره د ترکمنستان له چارواکو سره هم لیدلي او له هغوی سره يې د نورو پروژو ترڅنګ د ټاپي پروژې پر کارونو هم بحث کړي.

ملا برادر ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال ته د افغانستان خاوره کې د يادې پروژي د امنیت خونديتوب او نورو اسانتیاو په تړاو ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده، چې یاد پروژه به له ځنډ او خنډ پرته په افغانستان کې مخته لاړه شي.

اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې یوه برخه:« د کابل او عشق‌اباد ترمنځ له ګډو اقتصادي مشترکاتو یوه مهمه پروژه ټاپي ده، چې د دواړو هېوادونو او همداراز سیمې ترمنځ یې د لا ډېرې همکارۍ د پراختیا زمینه برابره کړې. د اسلامي امارت له لوري د ټاپې پروژې لار نقشه هم وروستۍ شوې او پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې يې چارې له کوم ځنډ او خنډ پرته پرمخ ولاړې شي.»

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ په خبره، ترکمنستاني چارواکو  له سرپرست حکومت غوښتي چې د ټاپې پروژې د مسیر تفصیلي نقشه له ترکمنستان سره شریکه کړي، څو پاتې تخنیکي او تطبیقي چارې یې بشپړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist