Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر: بهرنیان افغانان هېواد پرېښودو ته هڅوي

ملا برادر: بهرنیان افغانان هېواد پرېښودو ته هڅوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/28

په افغانستان او ډېری اسلامي هېوادونو کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۲ کال د چنګاښ ۷مه»  د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د لوی اختر لمونځ  د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ټولو ولایتونو کې په جوماتونو او عیدګاوو کې  د امن او سولې په فضاءکې ادا شو.

کابل ښاریانو د اختر لمونځ د عیدګاه، پل خشتي، عبدالرحمن، وزیراکبرخان او نورو جوماتونو کې ادا کړ او په ارګ کې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په حضور کې ادا شو.

د اختر د لمانځه په مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سربېره، د سترې محکمې مشر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او نورو چارو حضور درلود.

د لمانځه له اداء کولو مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټولو مسلمانانو او افغنانو ته د اختر مبارکي وویله او پر شتمنو هېوادوالو یې غږ وکړ چې د خپلو بې وزله هېوادوالو لاس نیوی وکړي.

برادر څرګنده کړه، چې بهرنیان اوس هم افغانان په ارامه نه پرېږدي، داسې ګنګوسې خپروي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې دي او خلک هڅوي چې هېواد پرېږدي.

برادر زیاته کړې،چې اقتصادي ستونزې له تېرو شلو کلونو په میراث پاتې دي او ډاډ یې وښود چې اسلامي امارت هڅه کوي چې شته اقتصادي ستونزې حل کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد د آبادۍ او ستونزو حل لپاره یې  په بېلابېلو برخو کې کارونه پیل کړي او د هېواد اقتصاد یې مخ پر ښه توب روان دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist