Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا اختر محمد منصور څوک وه؟

ملا اختر محمد منصور څوک وه؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/22

ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د لومړي زعیم او بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر مجاهد له وفات وروسته د  اسلامي امارت د مشر په توګه وګومارل شو چې هغه مهال اسلامي امارت له بهرنیو ځواکونو سره په سختو نښتو بوخت.

ملا اختر محمد منصور داسې مهال د اسلامي امارت د مشرۍ مسوولیت پر غاړه واخېست،چې له سیاسي او امنیتي پلوه شرایط سخت ول، ان تر دې چې په اسلامي امارت کې د اختلافاتو خبرې راپورته شوې؛ خو منصور دغه ټول مسایل په سمه توګه مدیریت کړل، جګړه او سیاست یې سره یوشان مخته یوړل.

منصور د افغان ولس یووالي په برخه کې هم زیات شهرت درلود چې د تحلیل کوونکو باور همدې مسالې د سیمې او نړۍ استخبارات اندېښمن کړل او د نوموړي پر وژلو یې اقدام وکړ.

د هرات اطلاعاتو او کلتور  مشر احمد الله متقي وايي: « منصور شهید په ډېرو سختو شرایطو کې د اسلامي امارت مسوولیت پر غاړه واخېست او امر شو، په ډېره سخته مرحله کې یې کار وکړ او په ډېره مېړانه یې د اسلامي امارت رهبري وکړه، سختې ستونزې یې وګاللې او د اسلامي امارت سالمه رهبري یې وکړه.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالحق حماد وايي: « شهید منصور رحمه‌الله د افغانستان په تاریخ کې کم مثاله مدبر مشر و. هغه وخت چې د اسلامي امارت زعامت او رهبریت ور له غاړې شو افغانستان خورا پېچلي حالت سره مخ و، منصور  وکولی شو، چې د عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد له وفات وروسته چې کومې ستونزې پېښې شوې وې، هغه په صف کې دننه په خورا ښه طریقه مدیریت کړي. له بل پلوه د مجاهدینو صفونه د اشغال پر وړاندې لا زیات منظم، منسجم او پیاوړي کړي او د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د مذاکراتو او سیاسي اړیکو کوم باب چې پرانېستل شوی و هغه یې تقویه او لا پیاوړی کړ. همداراز یې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې لا پراخه کړې.»

 

د سیاسي چارو شنونکی متین محمدخیل وايي: « ملا اختر محمد منصور په ۲۰۱۶ کال کې په داسې حال کې د اسلامي امارت قیادت پر غاړه واخېست چې له هر لوري یو ډېر بحراني حالت و؛ خو دوی په خپل مدبرانه سیاست وکولی شول چې ټولې لیکې برابرې کړي. نوموړی په وطن میین سړی و او ډېره هڅه یې کوله چې افغانستان د ولسونو ترمنځ یووالی وساتي او دا هر څه د دې لامل شول چې دلته د سیمې استخبارات او لرې پرتو استخباراتو له افغان ولسه د خطر احساس کاوه؛ نو ځکه د سیمې د استخباراتو په مرسته د لرو پرتو استخباراتو په واسطه یې له منځه یوړ.»

د ملا اختر محمد منصورپخواني ملګري وايي، نوموړی له سیاسي بصیرت برخودار او د جګړې پرتکتیکونو پوه وه.

دوی وايي، منصور د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو پر وړاندې جهاد کې هم ونډه درلوده او د ده وروستۍ هڅې هم د دې ښکارندويې کوي چې نوموړي د اسلامي امارت په بیا انسجام کې مهم رول درلود.

پخوانی طالب چارواکی سېد اکبراغا وايي: « د اسلامي امارت په باب منصور یو خواري کښ انسان و. د ده تګ نورو هېوادونو ته او د راتلو پر مهال یې په شهادت رسېدل خپله په دې دلالت کوي چې نوموړي د اسلامي امارت د پرمختګ لپاره هر څه کول. د ده شهادت په دوو لوریو تاوان و، په ایرانیانو هم تاوان و او په پاکستان هم، په ایرانیانو د دې لپاره تاوان و چې دی په ایران راتېر شو د ایران په مرز راووښت نو خلکو ویل دا به د ایران کار وي او په پاکستان باندې په دې تاوان و چې هلته پر ده دا موضوع راغله او په شهادت ورسېد.»

تېر کال د کابینې ځېنې غړو د ملا اختر محمد منصور د اووم تلین په یاد غونډه کې وویل، چې نوموړي د خپلې سیاسي مبارزې لپاره درې مهم ارزښتونه ټاکلي ول، چې اسلام ، د خپل ولس غوښتنې او همدا راز له نړۍ سره تعامل و، دا هغه درې لومړیتوبونه و چې نوموړي د خپلې مبارزې د سرټکو په توګه ټاکلي و.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: « منصور جنګیالی و، په بهترینو غازیانو او مجاهدینو کې شامل و، د شوروي اتحاد له جهاده تر اخر د شهادته پورې. منصور سیاستوال و او سیاست یې یقیني موږ ته مالوم و. ما چې فکر ورته کړی و منصور په خپل معیار هر څه په تول کې اچول، نوموړي شرعیت، د ملت غوښتنې او له نړۍ سره تعامل غوښته.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « ملا اختر محمد منصور د هغو کسانو له ډلې و چې د مجاهیدنو له قافلې او له هغو کسانو له قافلې سره یو ځای شو، چې د نظم او امنیت د تامین او د اسلامي نظام د حاکمیت په خاطر یې مبارزه پیل کړه.»

له هغې وروسته چې ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د زعیم په توګه وټاکل شو له سیمې او ګاونډیو سره د اسلامي امارت د اړیکو لمن هم پراخه شوه؛ خو بلاخره د سیمې د استخباراتو په مرسته ۱۳۹۵ کال د جوزا په لومړۍ نېټه د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ملا اختر محمد منصور په پخواني او اوسني اسلامي امارت کې پر بېلابېلو پوسټونو دندې ترسره کړې وې، د کندهار د هوايي میدان مسوول، د هوايي ځواک قوماندان، د هوايي چلن وزیر، د هوايي ځواکونو قوماندان اوهمداراز د پاکستان له لوري د ملا عبدالغني برادر له نیول کېدو وروسته د اسلامي امارت د مرستیال په توګه وټاکل شو.

ملا اختر محمد منصور د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور کلي اوسېدونکی وه، چې پلار یې حاجي محمد جان نومېده، نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې ترسره کړې وې او وروسته بیا د لوړو دیني زده کړو لپاره کوټې او پیښورته تللی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist