Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملابرادر له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/01

ملابرادر له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی

طالبان وایي، د امنیتي ملحوضاتو له امله نه شي ویلی چې چېرته دی خو باور ښي چې خامخا به هېواد کې وي.

تحلیل کوونکي وایي، که امریکا خپله تګلاره کې بدلون راولي له بند ازاد شوي طالبان به سوله کې محوري رول ولري.

خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې ملابرادر د پاکستان د څار لاندې ده او د سولې په برخه کې به څه ونه کړای شي.

د طالبانو د تحریک پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر په تړاو اوس راپورونه خپاره شوي چې هغه د پاکستان له بند څخه د ازادېدو وروسته افغانستان ته راغلی دی او دلته له وسلوالو طالبانو سره یوځای شوی دی.

طالبان وایي، برادر له خپلې کورنۍ سره دی خو د امنیتي ستونزو له امله نه شي ویلی چې چېرته اوسیږي.

اساسي پوښتنې دادي چې ملا برادر به راتلونکې کې سوله رهبري کړي او که به په جګړې ټینګار وکړي؟

ډیر هغه طالبان چې له بندخونو ازاد شوي د جګړو لیکو سره یوځای شوي او مشرانو یې قطر ته پناه وړې.

د ملابرادر خوشې کول په پاکستان د امریکا د فشارونو پایله وه خو باور کېږي چې هغه د اسلام اباد د کلک څار لاندې دی او ډېره هیله نه شته چې د سولې په برخه کې دې مهم رول ولري.

د طالبانو په لیکو کې د رهبرۍ پرسرجنجالونه او د سولې په تړاو د واحد نظر نه شتون ملابرادر په مخ کې خنډونه دي.

د ملا عبدالغني برادر له خوشې کېدو یو نیمه اونۍ تیریږي خو تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ خپل دریځ نه دی ډاګیز کړی.

اجرایه ریاست هغه تېره ورځ وویل چې ملا برادر د افغانستان حکومت له همغږۍ پرته ازاد شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist