Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مقتي: له هند او پاکستان سره د افغانستان اړیکې خپلواکې او متوازنې دي

مقتي: له هند او پاکستان سره د افغانستان اړیکې خپلواکې او متوازنې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/30

کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس‌عراقچي پر مشرۍ د پلاوي له سفر وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي له بي بي سي سره مرکه کې پر سیمه ییزو تحولاتو سربېره له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سیاست او اړیکو په تړاو پوښتنو ته ځواب کې ویلي، سرپرست حکومت له هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او په خبره یې له یوه هېواد سره ډېر نږدېوالی د بل هېواد په ضرر نه دی.

متقي زیاته کړې: « موږ نه غواړو چې د پاکستان په خاطر له هندوستان سره دوښمني وکړو یا برعکس د هندوستان لپاره پاکستان سره دوښمني وکړو. افغانستان داسې یو هېواد دی چې ۴۰ کاله جګړې په کې شوې دي، خو اوس غواړو چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو. زموږ د اړیکو مانا دا نه ده چې له هند سره اړیکې د پاکستان پر زیان دي یا له پاکستان سره اړیکې د هند پر زیان دي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت سیاست متوازن بولي او زیاتوي، د دوحې هوکړه کې راغلي چې امریکا به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دواړه هېوادونه به مثبتې اړیکې جوړوي.

 د متقي په وینا، که د امریکا نوی حکومت له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې رغوي، د اسلامي ‌امارت دروازه ورته خلاصه ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه ویلي: « د دوحې په هوکړه کې په ډېر وضاحت راغلي چې امریکا له دې وروسته د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دواړه هېوادونه به له یو بل سره مثبتې اړیکې جوړوي. اوس هم که امریکا له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې او تعامل غواړي، موږ ورسره ستونزه نه لرو. موږ د امریکا له متحده ایالتونو او ټولې نړۍ سره عزتمندې اړیکې غواړو.»

د بهرنیو چارو سرپرست په دې مرکه کې د سیمې پر کچه وروستیو تحولاتو او له ګاونډي پاکستان سره د شته ستونزو په تړاو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، پاکستان داخلي سیاسي او اقتصادي ستونزې لري او سرپرست حکومت ورسره یوازې پرهغو مسایلو خبرو ته چمتو دی چې افغانستان پورې اړه لري.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړې او پر نړیواله کچه یې د افغانستان مخالفت پيل کړی.

د دوی په خبره، پاکستان هڅه کوي افغانستان په سیاسي انزوا کې وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « پاکستان نه غواړي اسلامي امارت مشروعیت ته لاره پیدا کړي او غواړي تل یې په انزوا کې وساتي. پاکستان باید د اسلامي امارت پر وړاندې خپلې پالیسۍ او سیاستونه بدل کړي، ترڅو د ګاونډیتوب حقونه اداء شي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري چې له نورو هېوادونو سره تعامل ولري؛ خو له بده مرغه پاکستان د دغو اړیکو له پراختیا وېره لري.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دې مخکې په یوه غونډه کې ویلي و چې اسلامي ‌امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان ۴۰ کونسلګرۍ او سفارتونه فعال دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist