Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مفکر: د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد عناصرو پر روزلو بوخت دی

مفکر: د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد عناصرو پر روزلو بوخت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

کورنيو چارو وزارت د کومې ډلې له نوم اخستو پرته وايي، د افغانستان ضد عناصر له ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه خوندي مرکزونه لري او د پاکستان پوځ يې پر روزلو او ملاتړ بوخت دی.

د دې وزارت چارواکي زياتوي، حکومت د متقابل احترام د اصل پر بنسټ له هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او ټينګار کوي چې د افغانستان ضد ډلو ملاتړ د پاکستان په ګټه نه دی.

د کورنيو چارو وزارت د داخلي امنيت ریيس سلطان محمد مفکر وايي: « د پاکستان موقف تل داسې پاتې شوي چې د افغانستان د نظامونو مخالفین یې تل په خپله خاوره کې ساتلي دي. دوی په نظریاتو کار نه کوي بلکې په افغانستان کې د برحال نظام مخالفین ساتي. موږ د هېڅ ګاونډي هېواد په ضرر نه یو او نه به پاتې شو.»

نوموړی د وسله‌والو ډلو له لوري د افغانستان خاورې کارېدو په اړه د پاکستان مکررې اداعاوې ردوي او زياتوي چې د دې هېواد له لوري ورته ادعاې د پاکستان امنيتي کمزورتیا له امله دي.

هغه د پاکستان د دې ادعا له مخې د پوښتنې په توګه وايي، که ریښتيا هم په افغانستان کې وسله‌والې ډلې حضور لري، نو ولې نورو ګاونډيو او په ځانګړې توګه چين او ايران ته خطر نه پېښوي؟

د کورنيو چارو وزارت د داخلي امنيت رییس زیاتوي: « که دوی وايي چې له دې خط څخه مخالفین ها خوا[پاکستان] ته اړوي، نو موږ خو له پاکستان پرته پنځه نور ګاونډیان هم لرو؛ ولې چین، تاجیکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او ایران ته مخالفین نه ورځي؟ که موږ د دوی ادعا مطالعه کړو، له دوو حالتونو خالي نه ده؛ یا دروغ وايي؛ ځکه دوی خپله هلته کار کوي.»

څو ورځې وړاندې د حکومت وياند له ايراني رسنیو سره خبرو کې وویل، په اسلام‌اباد کې پر يوه جومات شوې خونړۍ چاودنه له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړ محصول دی.

د چارو شنونکي بیا پاکستان له جوړېدو راهیسې تر دې دمه تل د افغانستان پر وړاندې په دوه مخي سیاست تورنوي او وايي،  هېڅکله يې په افغانستان کې د يوه پياوړي حکومت له رامنځته کېدو سره همکاري نه ده کړې.

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « موږ ولیدل چې پاکستان په تېره نیمه پېړۍ کې څومره جنایتونه ترسره کړل. پاکستان ته په افغانستان کې د یوه پياوړي نظام او امنیت شتون په هېڅ صورت د منلو نه دي.»       

د نړيوالو اړيکو شنونکی نجيب الرحمان شمال وايي: « پاکستان هېڅکله نه غواړي چې افغانستان کې یو قوي او مقتدر حکومت جوړ شي.»         

واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راهيسې پاکستاني چارواکو او ان لومړي وزير په وار وار د اسنادو له وړاندې کولو پرته په افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو د موجوديت ادعا کړې، خو اسلامي امارت تل دا ډول ادعاوې بې اساسه بللې او برعکس يې د اسنادو په وړاندې کولو سره روښانه کړې چې پاکستان تر خپل کنټرول لاندې خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د افغانستان ضد ډلې ساتلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist