Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

معصوم ستانکزی:د سېمې هېوادونه د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي

admin by admin
2021/08/01

د افغان حکومت مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي نن « یکشبنه د زمري پر ۱۰مه» کابل کې د دیني علماوو ناسته کې د وینا پر مهال وویل، د سېمې هېوادونه د افغان سولې پروسه کې لاسوهنه کوي او پر  وړاندې  یې خنډونه جوړوي. 

ستانکزی زیاتوي:« د سولې په پروسې کې د دواړو خواو اراده نه شته، یوازې موږ ورته اراده لرو او د سولې په پروسه کې د سېمې هېوادونه هم لاسوهنه کوي. افغانستان وضعیت ډیر پيچلی شوی دی.»

هغه په خپلو خبرو کې وویل، طالبان لویې غوښتنې لري چې د شل کلن حکومت لاسته راوړنې له لاسه وځي. 

په ورته وخت کې  هغه وايي، په دوحه کې خبرې د اساسي قانون او ګډ حکومت بحث ته رسېدلي وې، چې ودرېدې.

ستانکزی وايي:« خبرې دوې اساسي موضوعګانې ته رسېدلي، د اساسي قانون پر سر او بل هم د ګډ او مشترک نظام پر سر.»

د ستانکزي په خبره، که طالبان سیاسي  اراده ولري، سوله ممکن ده، خو هغه خبرداری ورکړ چې افغانانو ته انحصار د منلو نه دی.

ستانکزي زیاته کړه: «که اساسي اراده شتون ولري، نو سوله ډېر ژر ممکنه ده، خو باید انحصار شتون ونه لري، ځکه افغانانو ته د منلو وړ نه دی.»

که څه هم دواړو لوریو کله کله افغانانو ته د سولې هیله بښوونکي خبري کوي، خو په عمل کې دا مهال د هېواد په ډېریو ولایتونو کې جګړې زور اخېستی، لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه زره کورنۍ له خپلو مېنو بي ځایه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist