Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

معترضو نوماندانو ته د ټاکنو کمیسیون ګواښ وکړ

admin by admin
2019/11/23

ټاکنو کمیسیون معترضو نوماندانو ته خبرداری ورکړی چې بند مرکزونه پرانیزي.

ټاکنو کمیسیون ګواښ کوي که معتراض نوماندان تړل شوي مرکزونه پرا نه نیزي نو له حکومته به یې پر وړاندې د قانون د تطبیق غوښتنه وکړي  .

دغه کمیسیون وايي د۷ ولایتونو د تړل شویو مرکزونو د بیا پرانیستې په موخه یې له نوماندانو سره جدي بحثونه روان دي.

تردې مهاله دنځه ویشتو ولایتونو بیا رای شمیرنه خلاصه شوې چې د شلو بیا شمیرل شوې رایو دانټیک ، سکن او انټري چارې هم پایته رسیدلي دي .

بلخوا دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم اعتراض لري چې هغه ټاکنیز ټیمونه چې په ټاکنو کې خپله ناکامي ګوري د قانون خلاف یې په یوشمیر ولایتونو کې د بیا شمیرنې مخه نیولې او د ټاکنو ملي بهیر یې یرغمل کړی دی .

دغه ټیم له ټاکنو کمیسیون او حکومت  غواړي چې د رایو د بیا شمیرنې دتړل شویو مرکزونو د پرانستې په موخه دې قانوني اقدامات وکړي .

خو ټاکنو کمیسیون بیا وايي که د تړل شویو ولایتي مرکزونو د بیا پرانستې لپاره یې خبرو پایله ورنه کړه له حکومت به د قانون د تطبیق غوښتنه وکړي .

د ټاکنو کمیسیون دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وايي د ۲۷ ولایتونو د بیا شمیرنې او تفتیش له بشپړیدو وروسته  د لومړنیو نتایجو راټول شوي مالومات به له کمیشنرانو سره شریک او د کمیسیون له پریکړې وروسته به اعلان شي .

ننګ وايي د پنځه ویشتو ولایتو بیا رای شمیرنه او تفتیش پایته رسیدلی چې له ډلې یې مرکزي ډیټابیس ته د شلو ولایاتو بیا شمیرل شویو رایو د انتقال تخنیکي پړاو هم تکمیل شوی دی .

د ثبات او همپالنې ، سولې او اسلامي عدالت ټیمونو غوښتنه دا ده چې باید درې سوه زره رایې چې د دوی په خبره ناسمې دي باطلې شي، خو کمیسیون وايي دوی د هیڅ افغان رایې د با طلولو صلاحیت نه لري.

تخار ، بدخشان ، جوزجان ، فاریاب ، بغلان ، سرپل او پنجشیر هغه ولایتونو دي چې دټاکنو کمیسیون په خبره دثبات اوهمپالنې ټیم پکې د رایو دبیاشمیرنې مخه نیولې او دفترونه یې ورتړلي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist