Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مسکو د طالبانو او امریکا د خبرو ژر پيل اړتیا ګڼي

admin by admin
2019/10/26

مسکو د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو پيل باندې ټينګار کړی.

د مسکو په څلور اړخیزه ناسته کې د طالبانو او امریکا د خبرو په پیل او د بندیانو په خلاصون ټینګار شوی دی.

امریکا هم منلې چې د سولې د خبرو د پيل لپاره د تاوتریخوالي کمول اړین دي.

د  امریکا د دفاع وزیر  ټینګار کړی چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو دایمې ساتلو په لټه کې دي.

د مسکو د ناستې په اړه ویل کېږي که هېوادونه له صداقت کار واخلي د سولې پېچلي پړاونه اسانه کولای شي.

امریکا، چین، پاکستان او روسیه په مسکو کې د افغان سولې پرسر خبرو ته ناست وو، چې ښکاره پایله یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د درېدلو خبرو په پیل ټینګار و، هغه خبرې چې بیا پیل د تاوتریخوالي د کمښت پورې اړه لري.

د مسکو د غونډې ګډه اعلامیه کې راغلي  ))روسیه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو ژر پیل یوه اړتیا ګڼي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د هېوادونو ګډې هڅې روانې وي، د جګړې ټول اړخونه دې سملاسي د تاوتریخوالي کچې کمولو سره د سولې خبرو ته لار برابره کړي، دغه راز طالبان او افغان حکومت باید د خپلمنځیو خبرو د پیل لپاره د یو بل بندیان ازاد کړي.))

طالبانو او افغان حکومت د مسکو د ناستې په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو باور شته چې خبرې به پيل کیږي او زندانیان به ازادیږي.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلاالدین شینواری داسې وايي (( په دې درې موضوعاتو چې بحث پرې شوی غالباً د بندیانو د تبادلې امکانات هم شته او دا چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات پيل شي ددې  امکان هم شته خو د اوربند مسلې ته تر اوسه پورې طالبان حاضر نه دي.))     

ها خوا د امریکا د دفاع وزیر چې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په دویمه ورځ خبرې کولې وویل د تاوتریخوالي کمول د سولې د پروسې د بیا پیل لپاره اړین دي.

د امريکا دفاع وزیر مارک ایسپر داسې ویلي ((موږ به تر هغې په افغانستان کې یو چې ډاډ مو نه وي تر لاسه کړی چې هلته ترهګر له منځه ولاړل، ددې ترڅنګ به موږ د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د سیاسي حل لار په برخه کې هم هڅه کوو ترڅو یوې مناسبې پایلې ته ورسیږو.))

د امریکا او طالبانو د خبرو له درېدو وروسته په سیمه ییزه کچه ناستې پیل شوي چې د مسکو له ناستې وروسته چین بلې ناستې ته تیاری نیسي خو افغانستان کې د سولې ټینګښت د هېوادونو نیت او صداقت پورې اړه لري.

ټاکل شوې وه د راتلونکۍ سه شنبې په ورځ چین کې بین الافغاني ناسته وشي، خو افغان حکومت په دې ناسته کې د ګډون کوونکو کسانو لیست ځنډولی او ویلي یې دي چې یو مناسب وخت کې به یې د چین له حکومت سره شریک کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist