Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مستري: بندخونو کې بندیانو ته اړین ژمني توکي وېشل شوې

مستري: بندخونو کې بندیانو ته اړین ژمني توکي وېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/06

د زندانونو چارو د سمون ادارې او همکارو بنسټونو له لورې د هېواد په بندخونو  کې پر۱۱ زره بندیانو او څه باندې ۱۱زره توقیفیانو او محجوزینو د ژمنیو اړتیا وړ توکو شاوخوا۴۰ زره کڅوړې وېشل پيل شوې.

د دغې ادارې رییس وايي، په دې کڅوړو کې تودې کمپلې، ګرمې جامې، پټوان، څادرونه، جمپرونه، جورابې، د ځان او جامو وینځلو صابونونه، د غاښونو کریم او بورسونه او ځینې نور ژمني او اړین توکي شامل دي.

محمد یوسف مستري په خبره، د دې ادارې اړوند ټولو بدخونو کې د بندیانو ژوندانه او روغتیا ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه، د هغوی د ساتلو ځایونو(سلولونو) د ګرموالو په هدف یې پوره امکانات برابر کړي دي.

مستري زیاته کړې:« موږ د ژمي پرمهال په یو شمېر ولایتونو کې د لرګیو له بخاریو ګټه اخلو، په ځینو ولایتونو کې له ګازو کار اخلو، حتا له ډبرو سکرو ګټه اخلو او په هغو ولایتونو کې چې برېښنا یې دایمي ده، له برېښنا ګټه اخلو. د بندیانو خونې تودې دي او ګرمې اوبه هم ورکول کېږي، یا هم د اوبو او کوټو د تودولو لپاره امکانات په واک کې ورکول شوې دي.»

مستري دغه راز وايي، د بندیانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره تودې اوبه هم چمتو شوې دي.

 د مستري په خبره،  دغه اداره تل هڅه کوي چې بندیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او هر کال د ژمي په موسم کې محبوسینو، تورنو کسانو او محجوزینو ته د سلولونو د ګرمولو ترڅنګ، ګرمې جامې، کمپلې او نور اړین توکي وېشي.

هغه زیاتوي: « د ژمي لپاره په مرکز کې هر بندي ته یو پټو ورکړل شو خو ځینو ولایتونو کې ونه رسېدل. همدارنګه هر بندي ته یوه کمپله او په ځینو سړو ولایتونو کې دوې کمپلې ورکول شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال کمپلې هم له دوی سره شته دي. همدارنګه د ژمي لپاره جورابي، جاکټونه او نور هر ډول اړین توکي ورکړل شوې دي.» 

د څرخي پله مرکزي زندان کې بندي کسان وايي، له دوی سره د ژمي په ساړه موسم کې د ژمنیو توکو مرسته شوې او ستونیزو ته يې پر وخت رسېدنه کېږي.

په څرخي پله زندان کې یو تن بندي وايي: « له ټولو محبوسینو سره مرسته شوې، په دې کې کمپلې، پټوګان او جورابي شاملې دي او په ټولو خونو کې هر ډول امکانات برابر دي. همدارنګه ټول تشنابونه ګرمې او سړې اوبه لري او په دې تړاو ستونزه نه شته.»

د څرخي پله یو بل بندي وايي: « د ژمي په پيل کې یې هر ډول اړین توکي موږ ته را ووېشل چې په کې جورابې، زېرلباس، نوې کمپلې، د غاښو بورسونه او مسواکونه، صابونونه او نور توکي شامل وو. د تېر کال زاړه وسایل یې له موږ ټول کړل.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسوولینو په وینا، د ژمي په ساړه موسم کې د زندانیانو اړتیاوې ډېریږي او په دې برخه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې تل هڅه کړې چې بندیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist