Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/01

د پاکستان پوځي رژیم له لوري د بريدونو په دوام، يوازې په ختيځو ولايتونو کې له خپلو مېنو زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د اسلامي مرستو سازمان يا «اسلاميک ريليف» ويلي، پر افغانستان د پاکستان بريدونو له امله زرګونه بې ځايه شوې کورنۍ د سرپناه نه لرلو له امله په ناوړه وضعيت کې دي.

په افغانستان کې د اسلاميک ريليف رییس محمد ذوالقرنین عباس ویلي: « زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې برخې شوي او په بېړني ډول سرپناه او خوړو ته اړتیا لري. د لویانو او کوچنيانو په شمول ټولې کورنۍ تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي. موږ خپلې مرستي پراخوو چې خېمې، کمپلې او نغدې پیسې په کې شامل دي، ترڅو بې ځایه شوي خلک وکولی شي د ځان لپاره ورځنۍ اړتیاوي پوره کړي.»

دې سازمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د دوام غوښتنه هم کړې.

بله خوا، د پاکستان د بریدونو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ پر مرستې سربېره له مرستندویانو غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي چې پر ملکيانو بريدونه ودروي.

بېځایه شوی صالح مرجان وايي: « تاسو ولیدل چې د پاکستان پوځي رژیم کوچني ماشومان په ګولیو ویشتي دي. دا یوازې ماشومان نه دي بلکې هلته مېشت ټول خلک په تکلیف دي او له خپلو کورونو بېځایه شوي.»

بېځایه شوی وسیم الله وايي: « موږ به خپل کور او کلي پسې ډېر خفه شوي یو. دلته له کلي لرې هېڅ ځای نه لرو.»

د بشري حقونو مدافعان هم د پاکستان له لوري د ملکي وګړو هدف ګرځول بشري جنايت بولي او زياتوي، اوس مهال د دې هېواد بريدونو له امله بې ځايه شوې کورنۍ په سخت حالت کې دي.

د بشري حقونو فعال روکای وليزاده وايي: « له بده مرغه د پاکستان پوځي رژیم له اوږدې مودې راهیسې له کډوالو څخه د خپلو ناوړه موخو ترلاسه کولو لپاره د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. موږ د کډوالو او بشري حقونو له ښکېلو سازمانونو تمه لرو چې د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي، ترڅو هم د پاکستان په داخل او هم د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له فاجعې مخه ونیول شي.»          

د ملګرو ملتونو له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې پر افغانستان د پاکستان بريدونو له امله ۱۱۵ زره افغانان ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سيمو بې ځايه شوي دي.

د دې بريدونو په نتيجه کې ملکيان او د هغوی تاسيسات په نښه او تر ټولو خونړی بريد يې په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز هوايي بريد و.

د رسمي شمېر له مخې په دې بريد کې ۴۰۰ ملکي افغانان شهيدان او نږدې ۳۰۰ نور ټپيان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist