Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مرتضوي: ایران کې د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو

مرتضوي: ایران کې د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/17

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي او مل پلاوي سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د سیمې په کچه پر وروستیو تحولاتو خبرې کړي دي.

د ارګ پر اېکس پاڼه لیکل شوي، کتنه کې دواړو خواوو په دې دوه اړخیزه ناسته کې د کابل او تهران اړیکو په پراختیا ټینګار کړی.

مرتضوي دغه راز وویل، په ایران کې د اسلامي امارت مخالفین د نورو کډوالو په توګه عادي ژوند کوي او په هېڅ صورت تهران هغوی ته د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

ارګ وايي: « د وروستیو نړیوالو مسایلو په اړه د اسلامي امارت د دریځ او بهرني سیاست د ستاینې تر څنګ د کابل او تهران د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی او موږ  پر اسرائیلو د ایران  برید له ځانه د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع مشروع حق ګڼو، له افغانانو سره د ایران د مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ، د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار کوو. اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي. »

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « دا یو نېک اقدام دی او هر څومره چې دولتونه یو له بل سره تعامل کوي او نږدې پاتې کېږي په هماغه کچه ولس او دولت ته ګټه رسوي.»

مرتضوي وایي، ایران له افغانستان او نورو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او په خبره یې هڅه کوي چې له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د مثبت تعامل لپاره زمینه برابره کړي.

د رئيس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران استازي ته ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا غوښتونکی دی او پر اسرائیلو د ایران برید یې د تهران دفاع مشروع حق یاد کړ.

د سیاسي چارو کارپوهان د تهران د دریځ ستاینه کوي، چې د سرپرست حکومت پر وړاندې سیاسي مخالیفونو ته د پوځي جبهو او ډلو ټپلو جوړولو ځای نه ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي، هېڅ نړیوال ادرس حاضر نه دی چې په افغانستان کې د اوسني حکومت ضد ډلو او جبهو ملاتړ وکړي.

حکمت زیاتوي: « هېڅ ګاونډي او هېڅ نړیوال ادرس حاضر نه دي چې د دغسې یوه حرکت ملاتړ وکړي؛ نو د افغانانو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې اسلامي امارت سره ملي خبرواترو ته راشي، خپلې غوښتنې مطرح کړي او دا هېواد د مسایلو د هواري لپاره د پوځي لارو پر ځای سیاسي لاره غوره کړي.»

یو شمېر نور کارپوهان بیا له سرپرست حکومت غواړي چې د سیمې او نړۍ لپاره دې متوازن سیاست غوره کړي او دا موقع دې کوم هېواد او ډلې ته نه ورکوي چې افغانستان کې خپل اهداف او ګټې ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسلم دانشمل وايي: « په اوسني وخت کې د اسلامي امارت دولت ته په کار ده چې  په سیمه کې معتدل سیاست پرمخ یوسي او په نړیوالو لوبو کې ښکېلتیا زموږ د نوي دولت لپاره ګټه نه لري. زموږ تمرکز یوازې او یوازې باید په دې وي چې خپل اقتصاد پیاوړی کړو او هېوادوالو د ژوند سطحه لوړه کړو، خپلې ستونزې هوارې کړو او د دې لپاره باید د وخت مطابق سیاست خپل کړو، ترڅو د یوه بې پرې هېواد په توګه په اوسني وخت کې له ناوړه سیاسي لوبو خوندي پاتې شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت مخالیفونو د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۳ مه په ویانا کې غونډه جوړه کړه، چې هدف یې د سیاسي اجماع او هوکړې لپاره د لارې نقشې جوړول بلل شوی و.

هغه مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په غونډه کې د  اسلامي امارت مخالفینو ته خبرداری ورکړ چې بې ځایه تبلیغات به یې پر زیان تمام شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist