Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مدني فعالانې:طالبان پیغلې نجونې او کونډې خپلو کسانو ته په نکاح کوي

admin by admin
2021/08/03

په کابل کې  یو شمېر ښځینه فعالانو  دوشبنه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۱مه» طالبان دې جهاد النکاح بنده کړي،تر عنوان لاندې یوې خبري ناسته کې  وویل، طالبان تر  خپل حاکمیت لاندې سیمو او په ځانکړې توکه بدخشان او تخار ولایتونو کې پیغلې نجونې او کونډې ښځې خپلو کسانو ته په نکاح کوي.

د ښځو حقونو فعاله مریم فرمولي وايي:«  طالبان تر خپل کنټرول لاندې سېمو او په ځانګړې توګه بدخشان ولایت او د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ یې چې بیلګه هم شته، ډېره هڅه یې کړې،چې کونډې ښځې، پیغلې نجونې او ان کم عمره نجونې پر زور اړې کړي،چې نکاح ورسره وکړي.»

یو شمیر نورې بیا دا ډول کړنې د ګاونډیو هېوادونو کار بولي،چې د هېواد په جګړه کې ښکیل دي.

د ښځو حقونو فعاله مریم وايي: « ښځې د خپلو دوو لسیزو زحمتونو  په اړه وېره لري. هغوی هڅې کړي او نن چې کوم ځای ته رسېدلي دي، وېره لري،چې د طالبانو په راتګ سره یې ټولې هڅې له منځه ولاړې نه شي. » 

خو طالب ویاند له ځنډ پرته شمشاد  ته وویل، دا تورونه بې بنسټه دي او هېڅ داسې پېښه نه ده شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا خبره غلطه ده، چېرته داسې نه دي شوي او نه هم چا کړي دي. پر زوره د ښځو نکاح غیر شریعي  کار دی او موږ یې ردوو. هر چا چې په دې اړه پروپاګند کړی دی، غواړي زمو پر ضد بد ذهنیت رامنځته کړي. »

وروسته له هغې،چې طالبانو یو شمېر ولسوالۍ  ونېولې، ورسره د مدني ټولنو ځینو غړو ته دا اندېښنې پیدا شوي،چې ګنې د طالبانو په راتګ به یو ځل بیا ښځې تر کوره محدودې پاتې شي او د کار او دندو اجازه به ورنه کړل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist