Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مختار: د تېرو جګړو پرمهال له زرو زیات تأسیسات ویجاړ شوي

مختار: د تېرو جګړو پرمهال له زرو زیات تأسیسات ویجاړ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/30

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین  عبدالله مختار وایي، په تېرو شلو کالونو کې د ولسونو د هوساینې په موخه ملي پراختیا او انکشاف ته پام نه دی شوی او دلته بهرنیانو د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره پروژې پلي کولې.

مختار خوست کې د خبرو پرمهال وویل، په تېرو جګړو کې شاوخوا ا زر ۵۰۰ تاسیسات تخریب او ویجاړ شوي او بیا رغولو ته اړتیا لري.

نوموړی همدا راز ویلي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې ۳۰ تاسیسات جوړ کړي چې له ډلې یې ۲۳ یوازې د ولسوالیو لپاره اداري ودانۍ وې.

مختار زیاته کړې: « پخوا به چې موږ ته سړکونه یا پلچکونه جوړېدل، یوازې هغه یې جوړول چې امریکایانو په کې خپلې موخې لیدلې. زموږ لپاره ملي انکشاف نه دی شوی، زموږ لپاره داسې پراختیايي پروګرام نه دی جوړ شوی چې زموږ راتلونکې په کې نغښتې وي، بلکې یوازې هغه انکشاف شوی چې امریکایانو ورته اړتیا درلود.»

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د خوست ولایت قلندر ولسوالۍ لپاره د نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رییس شریف الله الهام وايي، په دې ودانۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ټولو اداري چارو ترسره کولو لپاره اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي.

الهام زیاته کړې: « په دې ودانۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ۲۸ اداري خونې لري. د ولسوالۍ اړوند ټولې ادارې به له دې وروسته په دې ودانۍ کې فعالیت کوي. نور به ولسونو ته ستونزې نه وي او له سرګردانۍ به خلاص شي.»

د ځایي اوسیدونکو په خبره، وړاندې له دې چې ولسوالۍ وداني نه لرله او چارې یې له بل ځای څخه ترسره کېدې، خلک د خپلو حکومتي چارو د خلاصون په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ و.

د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي زمری وايي: « موږ له دې وړاندې ډېر مشکلات لرل؛ ځکه چې ولسوالۍ په مرکز کې وه او د خلکو لاسرسی ورته نه کېده. که به هره ستونزه وه، خلکو به خپل منځ کې هواروله او ولسوالۍ ته نه تلل، ځکه مصارف او کرایه یې ډېره وه.»

د قلندر ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمد یوسف وايي: « دلته اوس هم ستونزې شته، نه کلینیک شته، نه مکاتب او نه سړکونه. زموږ سړکونه دومره خراب دي چې کوچني موټر پرې اصلا ً نه شي تللی.»

د خوست قلندر ولسوالۍ د مخکېني حکومت پرمهال د نا امنیو او جګړو له امله د خوست مرکز ته انتقال شوې وه، د اوږدې مودې لپاره له خپل اصلي ځای لسګونه کیلومټره لرې، د خوست په مرکز کې فعاله او حکومتي چارې یې پرمخ وړلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist