Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محمد نبي عمري: نظام یوازې په ملا، طالب او مجاهد نه جوړېږي

محمد نبي عمري: نظام یوازې په ملا، طالب او مجاهد نه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/15

په داسې حال کې عام خلک پر مسلکي بستونو د وړتيا لرونکو کسانو د ګومارلو غوښتنې کوي، تازه د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري هم په دولتي چوکاټ کې د مسلکي کسانو ګومارل او له وړتياوو يې استفاده د نظام لپاره جدي اړتيا بولي.

عمري په خوست کې د تخنيکي وسايلو له يوه نندارتون د کتنې پرمهال وايي، د اوسني نظام بقا لپاره د علمي کادرونو له وړتياوو استفاده حياتي ده او په خبره يې بايد د حکومت په اډانه کې ورته پراخ فرصتونه برابر شي.

عمري د اوسني حکومت بقا لپاره يوازې پر طالب او ملا د اتکا باور ناسم ګڼي او په خبره يې، په حکومتي چوکاټ کې د مسلکي کسانو له ځای پر ځای کېدو پرته د دې هدف ترلاسه کول ناشوني دي.

عمري وايي:« که زه دا اشتباه وکړم، که زما مشران دا اشتباه وکړي، چې نظام یوازې پر ما جوړېږي، یوازې پر ما مجاهد، طالب او ملا باندې جوړېږي، دا اشتباه ده. د دوی دې مبارک وي، موږ له دوی په دې اشتباه کې موافق نه یو.»

عمري وايي، د نويو مسلکي کسانو روزل وخت نيسي او له موجوده هغو بايد په خپلو برخو کې استفاده وشي.

نوموړی پر ملي يووالي د ټينګار ترڅنګ له حکومت غوښتنه کوي، چې له اوسني وضعيت د وتلو لپاره دې ديني او عصري زده‌کړو ته يو ډول زمينه برابره کړي.

عمري وايي:« نوي انجنیران، نوي جنرالان او نوي علما یا ساینپوهان موږ برابرو، پر هغې ډېر مصارف کېږي او هغه ډېر وخت نیسي.»

ورته مهال په خوست کې د مسلکي مرکزونو مسوولین او زده‌کوونکي له سرپرست حکومت د یادو روزنیزو مرکزونو  د لا پياوړتيا په موخه د توجو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره که اوسنی سرپرست حکومت ورسره همکاري وکړي، ممکنه ده چې د اوسنۍ نړۍ له غوښتنو سره سم په ډېرو برخو کې شته اړتیاوې په خپل هېواد کې پوره کړي.

د خوست میخانیکي انسټیټیوټ امر سیف الرحمان مظلوم وايي:« اوس وخت کې د تعمیراتو د خرابوالي ، ورکشاپونو کې کوم مواد چې دي، هغه پخواني دي، نوي مواد باید ورکړل شي، تعمیرونه باید ورغول شي او کوم وسایط چې دي، دا مو له کاره لوېدلي دي.»

زده کوونکی همت الله وايي:« کمپیوټر نه وه، د کمپیوټر لپاره دومره پیسې له ما سره نه وې، چې د ۱۰ زرو یا ۱۵ زرو افغانۍ باندې یو کمپيوټر اخیستی وی او دغه پروژه مې پرې بشپړه کړې وی.»

د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري له دې وړاندې  د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړې وه، چې د زور په کارولو سره د تحريک طالبان پاکستان ډله له منځه نه شي وړلی او اړتيا ده، چې د ستونزې حل لپاره ورسره خبرو ته کيني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist