Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

محسن داوړ: د کویټې په ګډون یو شمېر ښارونو کې د طالبانو ګرځېدل د دولت له رضایت پرته ناشونې ده

admin by admin
2021/07/15

په خواله رسنیو کې داسې ويډيوګانې لاس په لاس کېږي،چې ډله ډله طالبان د پاکستاني حکومت تر  واک لاندې سيمو کې په ښکاره ګرځي او د افغان حکومت ضد جلب و جذب کوي.

د پي ټي ایم مخکښ غړی محسن داوړ وايي، د کوېټې په ګډون یو شمېر ښارونو کې د طالبانو په ازاده توګه ګرځېدل د دولت له رضایته پرته ناشونې چاره ده. 

داوړ  زیاته کړه:«  طالبان د پاکستان د بېلابېلو ښارونو په ګډون کوېټې کې په ازاده توګه ګرځي، دا ډول تکبر د دولت له رضايته پرته امکان نلري. د افغانانو او زموږ د زرګونه قاتل په ښکاره ملاتړ کېږي.»

نړيوالو هم پر پاکستان د تروريزم د ملاتړ تورونه پوري کړي،خو پاکستان تل له دې کار منکر شوی دی.

پاکستان حکومت د هغې وېډيو په اړه څېړنه کوي،چې پېښور کې د جنازې مراسمو کې د طالبانو بیرغ رپول کېږي، خ و د هغو ويډيوګانو په اړه يې لا تازه څه نه دي ويلي، چې  په کې طالبان د ډیورنډ فرضي کرښې وراخوا په ښکاره ډول ګرځي.

پښتونپال سياستوال  افراسياب خټک وايي:«  اوښ په بډه نه وهل کېږي، خو دا پاليسي ښکاره ځان وژنه ده، دا هېواد (پاکستان) هغه څه خولې ته اچوي،چې چيچلی يې نشي.»

د کرښې اخوا پښتانه سياستوال وايي، پاکستان په خپل ټول قوت سره د افغان حکومت د مخالفينو ملاتړ کوي او په دې برخه کې پاکستانۍ رسنۍ مهم رول لوبوي.

طالبانو او افغان حکومت  د وروستيو ويډوګانو په اړه څه نه دي ويلي.

افغان حکومت وړاندې  په ځلونو ځلونو ويلي،چې طالبان د پاکستان قوي ملاتړ لري، د کرښې اخوا په ښکاره ډول فعاليت کوي او روزنځایونه ورکړل شوي، اما طالبانو او پاکستان دا ادعاوې تل رد کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist