Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

مجاهد: کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال ۶۲ زره تنو ته کاري جوازونه ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

د اسلامي امارت ویاند «حکومت د  مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام ته انلاین مطبوعاتي ناسته کې د معلوماتو وړاندې کولو پرمهال، د یوشمېر نورو ادارو ترڅنګ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او افغان پوست امارتي شرکت د ۱۴۰۴ هجري کال لاسته راوړنې تشرېح کړې.

ذبیح الله مجاهد وویل چې نږدي ۶۳ زره کسانو ته کاري فرصتونه، د کاري فرصتونو د بهیر چټکتیا لپاره د برېښنايي سیسټم ایجادول او په زونونو کې دې برخې ته  د استازولیو زیاتول، د کار او ټولنیزو چارو وزارت عمده لاسته راوړنې دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي: « په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې کورنیو او بهرنیو وګړو ته، ۶۲ زره ۷۳۹ د کار جوازونه وېشل شوي دي. د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د جوازونو د وېش بهیر برېښنايي شوی او په زونونو کې د وېش استازولۍ جوړې شوې دي.»

ذبیح الله مجاهد د کابل په ۲۲ ناحیو کې د نږدې ۱۴ زره بېلابېلو توکو پلورونکو یا صنفونو ته د فعالیت اجازه لیکونو ورکړه، د بې جوازه صنفونو پېژندل او دغه راز نږدې ۵ زره نورو صنفونو  ته له نرخنامو څخه د سرغړونې له امله د فعالیت لنډ مهاله ځنډ او سپارښتنې، د کابل ښاروالۍ مهمې لاسته راوړنې بللي.

د نوموړي په خبره، کابل ښاروالۍ په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د بازار د تنظیم او ښاري نظم په موخه د کابل ښار بېلا بېلې سیمې له لاس پلورونکو پاکې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: « د بازارونو د تنظیم او ښاري نظم په موخه، د کابل ښار ګڼ مېشت ځایونه له لاس پلورونکو څخه پاک شوي دي. ۱۳ زره ۹۷۰ مختلفو اصنافو ته د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د فعالیت اجازه صادره شوې، ۳ زره ۹۳۳ غیر جواز لرونکي اصناف پېژندل شوي، فعالیتونه یې لنډمهاله ځنډول شوي او سپارښتنې ورته شوې دي.»

د اسلامي امارت ویاند دغه راز وايي، کابل ښاروالۍ په ۱۴۴۷ قمري کال کې د ښاري زرغونتیا لپاره له ۵۰۰ زره زیات نوي نیالګي او زینتي بوټي کېنولي او هم یې د اوبو لګولو سیسټمونو چارې تنظیم کړې دي.

ذبیح الله مجاهد د کثافاتو راټولونه، د لویو کانالونو او ویالو پاکونه هم د کابل ښاروالۍ د تنظیفي برخې د فعالیتونو عمده لاسته راوړنې بولي.

د حکومت ویاند د افغان پوسټ شرکت د لاسته راوړنو تشرېح کولو پرمهال وویل چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په درشل کې افغان پوسټ دولتي شرکت په کوردننه څه باندې ۵ میلیون مراسلات او بهرنیو هېوادونو ته د نږدې ۶ زره بستو لېږد ترسره کړی.

د مجاهد په خبره، په مراسلاتو کې نږدې ۳ میلیون یې دولتي او څه باندې ۲ میلیون یې شخصي دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: « افغان پوسټ شرکت په هېواد کې د ننه ۵ میلیونه ۲۸ زرو څخه زیاتو مراسلاتو او بهرنیو هېوادونو ته دې ۵ زره ۸۵۳ بستو د لېږد زمینه برابره کړې ده. دا د پوسته رسونې په برخه کې لوی پرمختګ دی.»

مجاهد حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې پروګرام ته دغه راز ویلي چې اقتصاد وزارت په تېرکال کې ۸۴ کورنیو او ۲ بهرنیو موسسو ته د کار جواز ورکړی او دغه راز یې۱۴۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي: « په هېواد کې د نا دولتي موسسو د فعالیتونو تنظیمولو په موخه، په ۱۴۴۷ کال، ۸۴ کورنیو موسسو او دوو بهرنیو موسسو ته چې د روغتیا، کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، معارف او بشري مرستو په برخو کې فعالیت کوي، د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.»

د افغان پوسټ امارتي شرکت خلکو ته د لا غوره خدمت کولو په موخه د عادي او بېړنیو خدمتونو څانګې رامنځته کړې دي چې د کور دراوزې ته د رسولو خدمت یې هم یوه برخه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist