Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: په کابل کې د امریکا هوايي برید کې داسې مواد کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/07

په ‌کابل کې د ایمن‌الظواهري د وژلو له ادعا پوره یوه اوونۍ پوره شوه او د افغانستان اسلامي‌امارت د امریکامتحده ایالتو ولسمشرجو بایډن ادعا ته، په غبرګون کې یوازې پر کابل ډرون برید غندلی،خو په کابل کې یې د الظواهري د اوسیدو او یا دالقاعده  شبکې  د نورو غړو د حضور په اړه بې‌ خبري ښودلې ده.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، په کابل کې د امریکا متحده ایالتو بې پیلوټې  الوتکې وروستي برید کې له داسې موادو کار اخېستل شوی وه،چې هرڅه یې له منځه وړي دي او د برید پرځای کې ان د چا جسد هم نه دی موندل شوی.

مجاهد زیاته کړې،چې  د موضوع د ټولو اړخونو په تړاو یې څېړنې لا روانې دي .

مجاهد زیاته کړه:« په دې برید کې له داسې موادو کاراخېستل شوی دی،چې هرڅه یې له منځه وړي او ان د برید په ځای کې د چا جسد هم نه دی موندلی، تراوسه دغه ټوله موضوع تر څېړنو لاندې ده،کوم جسد هم موږ لانه دی موندلی،ځکه هلته داسې باروت کارول شوي،چې هرڅه یې کاملآ له منځه وړي دي.» 

د اسلامي امارت دغه دریځ د دې ښکارندوي کوي،چې د ولسمشر بایډن ادعا یې په یوډول رد کړې،خو د امریکامتحده ایالتو بیا د خپلې ادعا د ثبوت او د برید په تړاو د اسلامي امارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لا تراوسه څه نه دي ویلي. 

د سیاسي چارو شنونکي په ‌دې باور دي،چې کابل کې د امریکا متحده ایالتو هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر وژنې،نړۍ سره د افغانستان سیاسي اړیکو ټینګښت زیانمن کړی دی او نړۍ نوره پر کابل باور نه شي کولای.

دوی وايي،د نړۍ د باور بېرته لاسته راړولو لپاره باید اسلامي امارت خپل دریځ کې بدلون راولي او همدا راز خپلې ټولې ژمنې،چې عملي کړي،چې په دوحې هوکړه او نړیوالو کنفرانسونو کې یې کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:« اوس طالبانو ته په کار ده،چې هغه هوکړې، چې په دوحې کې شوي دي،پرهغې عمل وکړي او ورته ژمن پاتې شي،ترڅو ورته د رسمیت پیژندنې زمینه بیا برابره شي.»

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:« که چیرې طالبان وغواړي، چې نن هم په خپلو کړنو کې بدلون راولي او مطلقآ یوه نوې صفحه  لکه څنګه چې  دوی د دوحې په تړون کې ویلي ول،پرانیزي او د هغې په شان عمل وکړي،کیدای شي چې د دې امکان وي،چې نړۍ یې پر رسمیت وپیژني.» 

تیره شنبه سهار شااوخوا شپږ او شل دقیقې د کابل په شیرپور سیمه کې پر یوه کور د امریکامتحده ایالتو بې پیلوټه الوتکې راکټ ولګید او په تړاو یې  د ولسمشر جوبایډن ادعا داوه چې په دغه برید کې یې دالقاعده شبکې رهبر ایمن‌الظواهري وژلی دی،خو تراوسه  یې پرظواهري د برید او د جسد ویدیو نه ده خپره کړې. 

د افغانستان اسلامي ‌امارت یوازې برید تائید کړی دی،خو تر اوسه پورې  القاعده شبکه په دې تړاو چې مشر یې وژل شوی او که ژوندی دی،غلې پاتې ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist