Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 مجاهد: پر ټول هېوادونو غږ کوو،چې له افغانانو سره بشر دوستانه مرستې پيل کړي

admin by admin
2021/09/09

د افغانستان اسلامي امارت  د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، یو شمېر هېوادونو له افغانانو سره بشر دوستانه مرستې کړي او نورو هېوادونو غږ کوو، چې له افغانانو سره خپلې بشر دوستانه مرستې پيل کړي.

مجاهد وايي، تردې مهاله بحرین،متحده عرب امارات او قطر هغه هېوادونه دي،چي له افغانانو سره یې د خوراکي او طبي  درملو مرستي کړي.

مجاهد وايي:«عرب امارات،قطر،بحرین تر دې مهاله له افغانانو سره مرستي کړي دي. موږ له نورو نړیوالو هېوادونو څخه غواړو،چي له افغانانو سره بشردوستانه مرستي وکړي.»

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،که روان حالت دوام وکړي،خلک به له ستر اقتصادي ناورین سره مخ شي او ټېنګار کوي،چې د اسلامي امارت مشران دې له نړیوالو سره تعمل وکړي،تر څو افغانانو سره مرستي وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالحي قانت وايي:« د اسلامي امارت مشران دې،د نړیوالو توجو جلب کړي،چي افغانان په سخت بد اقتصادي حالت کي قرار لري. دوی باید له نړیوالو سره له تعمل څخه کار واخلي،ترڅو هغوی له افغانانو سره مرستي وکړي.»

تردې مهاله بېلابېلو هېوادونو ۲۳۰ ټنه د خوراکي توکو او درملو مرسته کړې او دا لړۍ دوام لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په نړیوالو غږ کړی،چې له افغانستان سره بشر دوستانه مرستي وکړي،ترڅو افغانان له یوه ناورین سره مخ نه شي. تازه کابل ته د پاکستان لخوا مرسته هم را رسېدلې او مسوولینو ته سپارل شوې ده.

بل پلو ملګرو ملتونو هم ویلي، د ځمکي له لاري به افغانستان ته مرستي رسوي او طالبان دي د دوی د مرسته کوونکو کسانو امنیت تامین کړي. 

دا خبرې داسې مهال کېږي،چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره خلک له ګڼ شمیر اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او زیات ښاریان د بیکارۍ او فقر له امله لاسنیوي ته اړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist