Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د راتلونکو پنځو کالو لپاره پراختیایي تګلاره تصویب کړه

مجاهد: پاکستان داعش ډلې ته ځای ورکړی او ملاتړ یې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/17

د افغان حکومت چارواکي وايي، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې پر جومات وروستی شوی برید چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، له وسله‌والو ډلو د ملاتړ په موخه د پاکستان پوځ د سیاستونو پایله ده.

دا څرګندونې د حکومت وياند په يوه تازه مرکه کې کړې او په خبره يې، د پاکستان پوځ د خپلو پټو استخباراتي هدافو لپاره داعش روزي او ملاتړ یې کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « داعش داسې دښمن دی لکه مار؛ ته چې مار ته په لستوڼي کې ځای ورکوې، ښکاره خبره ده چې چیچي به دې. موږ پاکستان ته وایو چې داعش به اول تاسو چیچي؛ دا څو ورځې وړاندې چې د اسلام اباد د اهل تشیع پر مسجد برید وشو، دا مخامخ د پاکستان د پالیسیو نتیجه ده، د داعش روزلو نتیجه ده؛ دوی چې د داعش روزنه کوي، تقویه کوي یې، نو داسې خو به کېږي. د داعش روزنه غلطه خبره ده، د دې خلکو روزنه هم د پاکستان د ولس په زیان ده او هم د افغانستان. له بده مرغه پاکستان د خپلو مرموزو استخباراتي موخو لپاره دا پدیده تقویه کوي، استعمالوي، ساتي او ملاتړ یې کوي.»

مجاهد زياتوي، د کره معلوماتو پر بنسټ پاکستان داعش ته لومړی د بلوجستان په مستونګ کې پټنځایونه ورکړي وو او اوس یې دغه ډله خیبر پښتونخوا ته انتقال کړې.

د مجاهد په خبره، په وروستیو کې پر دې ډلې په خیبرپښتونخواکې برید وشو چې په پایله کې ۱۱ غړي ووژل شول.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: « موږ په دې مستند راپورونه خپاره کړل چې داعش ته لومړی د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پټنځایونه ورکړل شول، اوس یې په خیبر پښتونخوا کې ځای ورکړی. څو ورځې وړاندې د هغوی پر یوه مرکز برید وشو او ۱۱ تنه داعشیان ځای پرځای ووژل شول.»

شنونکي بیا وايي، پاکستان او پوځ يې تل د نورو هېوادونو ناامنه کولو او بې ثباتۍ لپاره پر خپله خاوره ترهګرې ډلې روزلې دي، ملاتړ یې کړی او وران کارۍ لپاره یې ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته لېږلې دي.

د سیاسي چاروشنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پنجاب په دې سیمه کې تل ترهګر روزلي دي او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې نظامونه چلنج کړي. دوی تل ډلې ټپلې روزلې دي او بیا یې ګاونډیو هېوادونو ته استولې دي او هلته یې نظامونه پرې نړولي. د دوی کردار نړۍ ته واضېح دی او پوځ یې تل په کرایه ورکول شوی.»

یو شمېر نور بیا د پاکستان موجودیت ټولې سیمې او په تېره بيا افغانستان ته ستر ګواښ يادوي او په خبره يې، دې هېواد تل د افراطیت له لارې په نورو کې ناامني جوړه کړې او لا هم کراره نه دی ناست.

دوی وايي، غرب د ترهګرۍ د تمويل په برخه کې د پاکستان په ټولو کړنو سترګې پټې کړې دي او ملاتړ ته يې دوام ورکوي.

د ساسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « په سیمه کې د پاکستان شتون په ځانګړې توګه زموږ د هېواد لپاره یو لوی مصیبت دی. لوېدیځ او په ځانګړې توګه امریکا او انګلستان له تېرو ۴۵ کالو راهیسې د پاکستان پر هغو بشر ضد جنایتونو سترګې پټې کړې دي چې زموږ په هېواد کې یې ترسره کوي.»

موده وړاندې د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان په سیاستونو توندې نیوکې درلودې او له دې يې هم پرده پورته کړه چې امریکا د خپلو ګټو لپاره پاکستان د افغانستان پر وړاندې کارولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist