Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/19

د کابل او سلام ‌اباد له خوا د يو بل تورنولو په لړ کې دا ځل د اسلامي امارت سرپرست حکومت پاکستان تورن کړی چې د افغانستان پرمختګونه نه شي زغملی او د مخنيوي لپاره يې په نړيواله کچه منفي تبليغات کوي.

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې وايي، په داسې حال کې چې پاکستان د يادو پرمختګونو د ډپ کولو په موخه ځينې وسله ‌والې ډلې وسيله ګرځوي، خو دا کړنې يې د دوی له سترګو پټې نه دي.

مجاهد زیاتوي: « متأسفانه هلته حاکمه او مسلطه کړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه نیت نه لري، داسې ښکاري چې ښه نیت نه لري. دوی وخت په وخت زموږ د پرمختګونو پر وړاندې موقف نیسي، توطیې جوړوي او پر نړیوال سټېج د افغانستان پر ضد تبلیغات او پروپاګند کوي. همدارنګه په امنیتي لحاظ هم هڅه کوي په خپله خاوره کې ځینې شریرې کړۍ جوړوې او ترې ګټه واخلي، په ځانګړې توګه داعش غوندې پدیدې نه هم دوی استفاده کوي، پټنځایونه یې ورکړي، روزنځایونه یې ورته چمتو کړي، تمویل یې کوي او د خپلو موخو د تحقق لپاره یې افغانستان ته را استوي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم د وسيلې په توګه د پاکستان له لوري د وسله ‌والو ډلو د کارېدو له ادعا سره موافق دي، خو په خبره يې دغه هېواد پر دې سربېره هم د افغانستان په ګرم ګڼلو سره د کابل پر وړاندې پر تشدد ولاړو پالیسيو پټولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « په تېرو درېیو کالو کې د پاکستانیانو د انتقاد ګوته تل د افغانستان خواته وه، دا په داسې حال کې ده چې د تروریزم خوندي ځاله له ډېورنډ کرښې ها خوا د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې دي. زه تمه لرم پاکستانیان دې پایلې ته رسېدلي وي چې په ګاونډ کې د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان د دوی پر ګټه دی؛ که چېرې تقابل لري، باید د خبرو اترو له لارې ورته د حل لارې ولټوي.»

ځینې نور بیا په افغانستان کې له هر نظام سره د اسلام ‌اباد تقابل تاريخي دوښمني بولي او زياتوي، د ياد تقابل په پايله کې بې ثباته افغانستان د پاکستان د بقا لپاره حياتي ارزښت لري.

د نړیوالو چارو شنونکی امین ګران وايي: « د پاکستان پوځي سټېبلېشمنټ او استخبارات د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان له مصنوعي جوړښت راهیسې بې شرمانه لاسوهنه کوي. تروریزم د پاکستان لپاره د عاید یوه منبع ده. دوی تل غواړي چې افغانستان باید بې ثباته او نا آرامه وي او دوی له دې لارې ډالري عواید ترلاسه کړي.»

له دې وړاندې هم سرپرست حکومت پاکستان تورن کړی چې ترخپل کنټرول لاندې خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې يې د افغانستان ضد عناصرو ته خوندي پټنځايونه ورکړي او په افغانستان کې ترسره شوي خونړي بريدونه هم له همدې مرکزونو پلان شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist