Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي

مجاهد پاکستاني چارواکو ته: تورونه لګول او د زور کارول د هېچا په ګټه نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/21

د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د امنيتي وضعيت له خرابېدو او له امله يې د دې هېواد پوځيانو ته د مرګ‌ ژوبلې له اوښتو سره، پر کابل د اسلام ‌اباد ادعاوې هم زياتې شوې دي.

اوس دا څه د ادعاوو له حد وتلي او ان د پاکستان دفاع وزير پرته له دې چې په خپلو څرګندونو کې شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي، افغانستان ته یې د دښمن هېواد خطاب کړی.

هغه د نورو چارواکو په څېر په تکراري توګه ادعا کړې چې د افغانستان حکومت په خپله خاوره کې د پاکستان ضد عناصرو ته ځای ورکړی او هلته يې د جګړې لپاره هڅوي.

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ویلي: « که طالبان وي که ټي‌ټي‌پي یا بي‌اېل‌اې او نور، د پاکستان حکومت په ضد فعالیت کوي. دلته هره ورځ خلک وژل کېږي؛ زموږ د حکومت پر تأسیساتو بریدونه کېږي. موږ په دې باور یو چې افغانستان د ترهګرو ډولو پټنځای دی. په یاد ولرئ، د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کېږي او د کابل حکومت په دې کې بې ګناه نه دی.»

د افغانستان حکومت په تېر کې د خواجه اصف په شمول د پاکستان ځينو چارواکو څرګندونې د غبرګون وړ نه دي بللي، خو د بېلابېلو چارواکو له لوري يې د ادعاوو په مطرح کېدو سره ورته غبرګون ښودلی. اوسنی حکومت دا ډول څرګندونې د هېڅ لوري په ګټه نه بولي او باور يې ښودلی چې ورته بې اساسه ادعاوې اړيکې د رغولو پر ځای لا پسې خرابوي.

دا غبرګون د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هغو وروستيو څرګندونو ته په اشارې ښودل شوی چې ويلي يې وو، افغانستان دې د وسله‌ والو او پاکستان ترمنځ يو انتخاب وکړي. خو کابل دا ډول څرګندونې پاروونکي بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « پر یو بل تورونه لګول، فضا خرابول، د زور استعمال او یا داسې فضا رامنځته کول چې د حل لاره سختوي، دا د هېچا په ګټه نه دي. موږ غواړو چې دا پالیسي په مناسبه توګه اصلاح شي؛ د دواړو هېوادونو مشران او چارواکي باید د ورورۍ په فضا کې د ستونزې حل پیدا کړي.»

له دې سره د چارو ځينې څارونکي پاکستان په خړو اوبو کې د کبانو پر نيولو تورنوي او زياتوي، د ورته ادعاوو له لارې غواړي د افغانستان حکومت خلاف انګېزه ایجاد او تقويه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی وايي: « افغانستان له پاکستان سره دښمني نه لري بلکې دا پاکستان دی چې د افغانستان د موجودیت دښمن دی. پاکستان د افغان سولې دښمن دی او تل یې زموږ خاوره کې د جګړې پلوي کړې. اوس چې دلته جګړه نه شته، دوی هڅه کوي له بلې لارې افغانستان وګواښي او بله جګړه رامنځته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستانیان زیات کوښښ کوي چې غربي نړۍ او خپلو متحدینو ته وښيي چې دوی د افغانستان د حکومت یا امارت په ضد دي او دښمني ورسره لري. دا به تر هغو روان وي چې ځینې ماموریتونه او پروژې د پخوا په څېر ترلاسه کړي او خپل کمېشن واخلي؛ ځکه دا ډول خبرې کوي.»

له دې وړاندې حکومت د پاکستاني چارواکو ادعاوې د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې د امنيت په ټينګښت کې د پاکستاني ځواکونو پاتې راتګ ګڼلی و او ويلي يې وو چې پاکستان دې د افغانستان په ګرم ګڼلو سره له ياد حقيقت څخه د خپلو خلکو د اذهانو منحرفولو هڅې نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist