Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: هېواد کې ترسره شویو برېدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړو لاس درلود

مجاهد: هېواد کې ترسره شویو برېدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړو لاس درلود

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/01

وروسته له هغې چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی، په جوماتونو ، خانقاوو، دیني عالمانو او پر ولسي وګړو ګڼ بریدونه ترسره شوي دي.

تازه د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد وايي، په دغو بریدونو کې د پاکستاني او تاجکستان هېوادونو وګړو لاس درلود.

مجاهد چې د کلني امنيتي راپور وړاندې کولو پرمهال يې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وايي، ځواکونو یې د عملیاتو پرمهال لسګونه تاجکي وران کاري وژلي او لسګونه نور یې ژوندي نیولي دي، چې په بریدونو کې یې لاس درلود .

ملا یعقوب وايي، همداراز په دې تړاو له ۲۰ زیات پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کول وژلي دي او سلګونه نور یې ژوندي نیولي دي .

د نوموړي په خبره، په دې تړاو چې دغه وګړي د تاجکستان او پاکستان اتباع دي، کره شواهد لري.

مجاهد زیاتوي: « د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته چې افغانستان کې پر جوماتونو، خانقاوو، دیني علماوو کرامو او عامو وګړو کوم بریدونه ترسره شوي په هغو ټولو کې د بهرنیو اتباعو په ځانګړې توګه د تاجکستان هېواد له اتباعو کار اخېستل شوی، لسګونه تاجکستاني اتباع زموږ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي. همداراز په دویمه درجه کې د زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني اتباع ښکېل وو. له ۲۰ زیات پاکستاني وګړي زموږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او سلګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي. تاجکستاني او پاکستاني اتباع چې دلته نیول شوي یا بريدونو کې ښکېل وو یا یې د بریدونو په تنظیم کې لاس درلوده؛ په دې اړه شواهد شته، البته موږ دا نه وایو چې په دې کې به د دوی حکومتونه هم ښکېل وي او یا نه؛ خو دا یو حقیقت دی چې اتباع یې دلته په بریدونو کې لاس لري.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست خبرداری ورکوي چې د اسلامي نظام پر وړاندې راپورته کېدل بغاوت دی او که هر څوک په بغاوت لاس پورې کړي، نو د امنیتي ځواکونو له لوري به له منځه يووړل شي.

هغه زیاته کړه: « د هېواد په هره سیمه کې زموږ امنیتي ځواکونه دوښمن ته د هېڅ ډول برید فرصت نه ورکوي. د قران کریم د صریح آيت او مبارکو حدیثونو له مخې د زرګونه تنو علماو فتوا او پرېکړه ده، چې د اسلامي نظام پر وړاندې هر ډول نظامي حرکت بغاوت ګڼل کېږي او هر هغه څوک چې د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت وکړي؛ نو زموږ مجاهدین به یې له منځه وړي.»

ملایعقوب مجاهد د پاکستان ټولې هغه ادعاوې چې ګني تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټڼ ځایونه لري په کلکه ردې کړې او زیاته کړه، چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې هیڅ مرکز اوحضور نه لري .

هغه زیاتوي: «  ټي‌.ټي.‌پي مرکزونه چې دلته موجود دي او په اړه یې دوی ادعا کوي، موږ دا په کلکه ردوو او دا چې په دې تړاو دوی زموږ یا د افغانستان په مقابل کې کومې ادعاوې لري بې ځایه او بې بنسټه دي.»

په دې وروستیو کې پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي او پاکستاني چارواکي د دغو بریدونو پړه پر افغانستان اچوي او ادعا لري چې د ټي.ټي.پي.غړي له افغانستانه وراوړي ، هغه څه چې اسلامي امارت  تل رد کړي او زیاته کړې یې ده چې د ټي.ټي.پي مسله د پاکستاني داخلي ده  او باید پر افغانستان ونه تپل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist