Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/29

له کله چې اسلامي امارت بیا ځل په هېواد واکمن شوی، له ګاونډیو هېوادونو سربېره یې په ځلونو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته خپله اقتصاد محوره پالیسي وړاندې کړې او د همدې پالیسۍ پر پلي کېدو یې ټینګار کړی، ترڅو د نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره تعامل ته زمینه برابره کړي او د افغانستان له خاورې څخه د خطر احساس ونه کړي.

د اسلامي امارت ویاند په تازه څرګندونو کې وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد په ضد ونه کارول شي او په خبره یې، د خپل اقتصاد محور او متوازن سیاست  پر اساس به د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې پر مخ وړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « افغانستان ډاډ ورکوي چې خاوره یې د هېڅ یوه هېواد په ضد نه کارول کېږي. زموږ پالیسي اقتصاد او اتصال محوره ده؛ موږ ته د سیمې اقتصادي ګټې مهمې او اتصال ارزښتمن دی. د همدې هدف ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امارات ډېپلوماټان شپه او ورځ هلې ځلې کوي.»

مجاهد دغه راز وایي، د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي د مثبت تعامل او بې طرفۍ پر اصل متمرکزه ده  او له ټولو هېوادونو سره د یو شان ښو اړیکو په پاللو ټینګار لري.

د نوموړي په خبره، د سیمې له هېوادونو سره دوه اړخیزې اقتصادي ګټې ورته لومړیتوب لري او د رغښت او پیاوړتیا په موخه یې اړوند ادارو خپلې هڅې دوامداره ساتلې دي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: « موږ غواړو له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو او دا اړیکې د افغانستان ګټو ته په کتو جوړېږي. افغانستان د سیمې له هېوادونو سره په ښه حالت کې دی، اقتصادي او ډېپلوماټیکي سفرونه لري او د سیمې له هېوادونو سره زموږ د اړیکو ښکارندويي کوي. دغه راز، افغانستان هڅه کوي په دې تړاو پرمختګونه نور هم ډېر کړي.»

د چارو شنونکي بیا وایي، د اسلامي امارت اوسنۍ بهرنۍ پالیسي مناسبه ده او په خبره یې هغه هېوادونه چې نه غواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي، هغو ته د افغانستان پرمختګ نه بلکې خپلې ګټې مهمې دي.

شنونکي بیا د اسلامي امارت له بهرنۍ پالیسۍ ملاتړ کوي او وايي، د متوازنو پالیسیو په تعقیب سره په کې ملي ګټي خوندي ساتل شوې. د دوی په خبره، هغه هېوادونه چې شخصي ګټې یې لومړیتوب وي، د اوسني حکومت سره د تعامل لپاره نه نږدې کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « د افغانستان اوسنۍ پالیسي داسې نه ده چې د نړیوالو اصولو او قوانینو یا د سیمې هېوادونو خلاف وي. دا چې دوی د خپلو ګټو او ناوړه موخو د خوندیتوب لپاره بله پالیسي غواړي، دا به مناسبه نه وي چې اسلامي امارت داسې یوه پالیسي غوره کړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د سیمې او نړۍ د هېوادونو پاملرنې او ملاتړ جلبولو لپاره اړتیا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت په خپلو پالیسیو کې اړین بدلونونه راولي. باید د افغانستان د خلکو حقونو خوندیتوب، د اساسي قانون جوړېدو او د نړیوالې ټولنې د ځينو نورو غوښتنو په اړه لازم ګامونه پورته شي.»

اسلامي امارت داسې مهال بیاځل هېوادونو ته د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې ډاډ ورکوي چې د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان له شاوخوا ۴۲ هېوادونو سره ډېپلوماټیکې اړیکې لري او دا اړیکې لا د پراخېدو په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist